نظــر

د بي بي سي په دفترونو کي جنسي ځورونه

لیکنه: احمد شاه افغان

بي بي سي (د انګریزانو نشراتي مؤسسه) چي د ۹۲ کالو راهیسي نشرات کوي، په اسلامي نړۍ کي یې د شیطانت خاص جال خپور کړی دی، د اسلامي هیوادونو په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او مذهبي مسائلو باندي داسي تبصرې او تحلیلونه کوي ترڅو په دغو برخو کي ولس د فکري انحراف سره مخ کړي. د دین پر احکامو، مقدساتو او مراکزو تهمتونه وايي او خلګ ور څخه متنفره کوي، دوی اصلاً په تحلیل کي درواغ او تهمت وايي او د انسان ذهن مسموم کوي. د ځینو جالبو خبرو او د بعضي حقایقو سره زهر او درواغ ګډوي چي زموږ عوام خلګ یې توپیر نسي کولای. دوی چي د جنسي ځوروني راپورونه وړاندي کوي ترشا یې پټي دسیسې لري. راسئ د بي بي سي په مرکز او مختلفو دفترونو کي جنسي ځوروني هم مطالعه کړو.

په ۲۰۱۲ م کال کي د بي بي سي د مرکزي ادارې همکاران د ماشومانو او نورو لویانو په جنسي ځوروني تورن سوه چي وروسته د لوی څېړنیز راپور له مخي ډير تورونه ثابت سول او دا جنسي تیری او ځوروني د بي بي سي د تلویزیون په دفتر، او نورو روغتونو او مکتبونو کي د خپروني پر مهال رامنځ ته سوي وې. تقریباً یوه میاشت وروسته د BBC لخوا پر یوه بل کس د جنسي تیري بې ځایه تور ولګول سو ترڅو خپل تاریخي شرم پټ کړي مګر وروسته خبره رسوا سوه چي بي بي سي دا تور بې ځایه لګولی دی نو ځکه د بي بي سي مشر بخښنه وغوښتل او د سختو نیوکو وروسته یې استعفاء ورکړه. تاسو وګوری چي څنګه پر نورو د جنسي تورونو لړۍ ته انعکاس ورکوي…!

راځو د بي بي سي د همکارانو لخوا پر ماشومانو او ښځو باندي د جنسي تیري یو تفصیل ته:

د بي بي سي مشهور همکار رولف هاریس په ۱۲ دغسي قضیو کي د جرم مرتکب او محکمه سو چي پر انجونو يې ترسره کړي وه.

د BBC بل مشهور همکار سټورټ هال (چي۲۰ کاله یې د بي بي سي سره کار کړی وو) اعتراف وکړی چي پر ۱۳ کم عمره انجونو يې جنسي حملې کړي دي او بالاخره محکمه سو.

Jimmy Savile جیمي ساویل: د بي بي سي هغه مشهور خبریال دی چي ۵۰ کاله يې د بي بي سي سره کار وکړی او دغه ټوله موده یې ماشومان او حتی عمر خوړولي انسانان جنسي ځورولي وه.

په کال ۲۰۱۲ م کي د انګلستان د پولیسو ۱۳ ادارو ته ددغه ډول خبریالانو د جنسي ځوروني شکایت وړاندي سو چي په هغو کي د بي بي سي د جیمي ساویل په خلاف ۴۵۰ شکایته سوي وه.

د #BBC نوموړي همکار د خپل شهرت څخه په غلطه استفاده ددې کړنو جرات کاوه او د بي بي سي همکارانو هم دا خبره منلې او ویل چي ددې حرکتونو شکایت کول د بي بي سي په دفتر کي معمول نه وو. جنسي ځوروني په بي بي سي دفتر کي عادي کار ګڼل کیدی او نه د BBC د رئیسانو او مدیرانو لخوا ورته توجه کېدل.

جیمي ساویل چي د خیریه مرستو، کومکي فعالیتونو او خبریالۍ په ډګر کي یې کار کاوه، د BBC دوې مشهوري خپروني هره یوه شل شل کاله وړاندي کړه چي د ماشومانو د هیلو پوره کولو په اړه یې د ماشومانو سره مرکې کولې، مکتبونو او روغتونو ته به جیمي ساویل ورتلی او د دوی سره به یې مرکې کولې، د ماشومانو ددغو خپرونو په جریان کي به یې د بي بي سي په دفتر، مکتبونو او روغتونونو کي هغوی په جنسي شکل ځورول او خپله ناوړه استفاده به یې ور څخه کول.

د یوه راپور له مخي چي Exposure: The Other Side of Jimmy Savile نومول سوی وو، مختلفي ښځي عاریضي سوې چي په ماشومتوب کي دوی د بي بي سي ددې خبریال لخوا جنسي ځورول سوي دي.

په روغتونو کي پر ناروغانو جنسي تیری او ځوروني:

د راپور له مخي د بي بي سې نوموړي خبریال به چي کله خپرونه په روغتون کي ثبتول نو به په وارډ کي په انجونو پسي ګرځېدی. د یوه راپور له مخي نوموړي پر یوه ۱۳ کلنه ناروغې انجلۍ جنسي حمله وکړه او حتی په همدغه روغتون کي يې هغه انجلۍ هم تر جنسي حملې لاندي راوستل چي عملیات سوې وه.

یوې نرسي وویل چي “ما د بي بي سي دا همکار ولیدی چي یوه عصبي ناروغه ښځه يې مچول او پر لاسو يې لاس ور تیراوه او دا بلکل جنسي ځورونه ده”.

د ‌‌BBC ددې همکار د جنسي ځوروني تحقیقات د انګلستان په ۳۲ روغتونو کي ترسره سول…
د لیډز جنرل روغتون ۶۰ پرسونلو او مریضانو شکایت وکړی چي د یاد همکار لخوا ځورول سوي دي چي عمرونه یې د پنځو کالو تر ۷۵ کلونو رسیږي.

د بي بي سي یاد همکار د جنسي شهوت داسي لوږه لرل چي د یوه راپور له مخي پر مړو يې هم صرفه نه کول.

د بي بي سي په سټوډیو کي جنسي ځوروني:

د بي بي سي ددې خبریال نورو همکارانو هم اعتراف وکړی چي جیمي ساویل به موږ ته د نجونو د خوښولو خبري کولې او یوې همکاري ویل چي زه پر جیمي ساویل ورغلم چي انجلۍ يې مچول.

جولي فرنانډیز چي د عصبي ناروغۍ لکبله په پښو فلج ده او د بي بي سي سټیډیو ته به په ماشومتوب کي د خپروني د پاره ورتله، نوموړې وايي چي زه به د معیوبینو په بایسکل کي هلته ورغلم او د بي بي سي دغه همکار به د جنسي غریزې لکبله پر غیرمناسبو ځایو لاسونه را باندي تیرول…همکاران به هم شاخوا وه خو ما به څه نه سوای ویلای او په تکلیف وم.

د بي بي سي ددغسي جنسي ځورونکو همکارانو خلاف عملیات د Operation Yewtree په نامه یادیږي چي د BBC د همدغه همکار پر خلاف ۴۵۰ شکایتونه سوي وه چي په هغو کي ۸۲٪ ښځي او ۸۰٪ ماشومان او تنکي ځوانان شامل وه او پر دې څېړنیزو عملیاتو ۲ میلونه یورو لګښت سوی وو. د بي بي سي دې همکار پر ۱۶ ماشومانو جنسي تیری کړی وو. د پولیسو د یوه راپور له مخي د بي بي سي دې خبریال په مکتبونو کي ۴۶ جنسي ځوروني کړي دي. (پدې اړه مختلفو ادارو تحقیقات کړي دي).

د بي بي سي یاد همکار کوم چي مړ سوی دی، د نوموړي دې تاریخي شرمونکی عمل ټوله نړۍ حیرانه کړل او دده کورنۍ دې ته مجبوره سوه چي د هدیرې څخه دده لوحه د شپې په پټه ایسته کړي. او هغه ټولي د امتیاز لوحې چي نوموړي ته د مختلفو روغتونو او ادارو لخوا ورکول سوي وې هغه ټوله لغوه او ایسته سوه.

بي بي سي هم په ۲۰۱۲م کال کي د لوی تاریخي شرم له مخي اعلان وکړی چي نور به ددغه همکار خپروني نه نشروي.

د درواغو تهمت:

د بي بي سي عمومي ډایریکټر George Entwistl پر یوه بل نفر د جنسي ځوروني تهمت ووایه ترڅو خپل شرم پټ کړي مګر هغه درواغ ثابت سو بالاخره د BBC دغه ډایریکټر د اعتراضاتو لکبله استعفاء ورکړه.

د بي بي سي د همکاران لخوا پر سلګونو ماشومانو او لویانو جنسي ځوروني هغه حیرانونکی خبر وو چي د انګلستان حکومت د پلټني یو مستقل قانون جوړولو ته مجبور سو او د برطانې په پارلمان کي هم تر اعتراضاتو لاندي سوه.

لنډه دا چي د انګریزانو دا نشراتي مؤسسه د هر اسلامي هیواد پر سیاسي، اقتصادي او مذهبي مسائلو داسي تحلیل وړاندي کوي چي د انګرېز د دسیسو مطابق وي، کوښښ کوي چي د مسلمانانو ښځي بې ستره سي، حجاب په پتلون بدل کړي، په تعلیمي برخه کي یې د نارینه وو څنګه ته کښېنوي، دفاترو ته یې د مزدوري په حیث جلب کړي او بیا خپلي استفادې ور څخه وکړي. دوی غواړي چي په اسلامي هیوادونو کي خصوصاً په ګران افغانستان کي د لارډ میکالي تعلیمي دسیسه رایج کړي لکه څنګه چي يې په پاکستان کي رایج کړه. د افسوس ځای دی چي زموږ اکثریت خلګ دداسي رسنۍ څخه هر څه اخلي، وچ او لانده يې نه سره جلا کوي، پدې ناخبره وي چي دا د انګریزانو هغه لویه رسنیزه تلکه ده. دا چي د دوی په رسنیزه اداره کي نور څه واقعات رامنځ ته کیږي، تاریخ به یې افشاء کوي.

سرچینه: ویکیپیډیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مير افغان

څوک چي ديني پوهه او ويښتيا و نه لري د بي بي سي اوريدل، کتل او ويل يې ورته روا او جايز نه دي.

غوربندي

انګريزانو زمونږ په هيواد کې په لاندې عناصرو پانګونه کړې ده:

يونس قانوني
اتمر
عبدالله عبدالله
صلاح الدين رباني
د ملي خاين احمدشاه مسعود اولادونه روزي
د ملي خاين قسيم فهيم اولادونه روزي
امرالله صالح

مجاهد

عطا، ګلبدین ، سیاف ، خلیلی،محقق ، او دای نور وکیلان، وزیران جیرالان او والیان دی زما خیال له یاده وتلی

خوشال

بي بي سي سخته رزیله رسنۍ ده. ټولو مسلمانانو زهر د شاتو په پلمه ورکوي.
مرگ پر بي بي سي

الحاج استاذبیانزی

بی بی سی ، امریکا ږغ او ورته نور تلویزنونه او رسنی د نړیوال استعمار ( دجال ) خوله ده خبری او لیکنی یی په ډیر دقت جوړی او خپریږی . نړیوال استعمار ( دجال ) ځکه یواځی د اسلامی نړی او مجاهدینو خلاف او دشمنی کی دی چه نور ادیان ورته تسلیم شوی څه چه ورسره ملیتیا لری ، اسلامی نړی غلام چارواکی هم ورته تسلیم شوی . یواځی او یواځی رشتونی مجاهدین ورسره په مقاومت کی دی. د دجال هڅی همدغه مجاهدین دی که د ډالرو یا مرمیو په زور یی محوه او یا مهار کړی شی نړیوال… نور لوستل »

غمی،پښتین

بیانزی صاحب ته.
څه چه ته لیکی په هغه عمل نه کوی.دا د بی بی سی له دفتر څخه د کور دری کیلومتره لیری نه دی،
یوه ورځ ورشه سپین بیرغ د طالیبانو جګ ودروه،او د بی بی سی عمومی دفتر مخی ته په لندن کی مظاهره وکړه،ژورنالیستان به درشی،مصاحبه به هم وکړی.
نو دا هم یو جهاد دی ،هسی تبصری ځای نه نیسی،عمل په کار دی.ستا غږ لندن کی به ښه ووریدل شی.
زموږ غږ خو په سټی کنډو کی څوک نه اوری،زموږ له خوا ته په ورشه.سترګی د سری دی ،انشالله.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx