mujahideen

طالبان، که د روانو ناخوالو مرهم پټۍ!؟

سیدروح الله هاشمي

که په کلي کې کوم کس په چا ظلم وکړي نو همدا وایي چې خدایه طالبان راولې چې له دې ظلمه خلاص شو.
که په بازار کې په هټۍ وال د پولیس یا د شاروالي مامور لخوا زیاتی وشي نو همدا وایي چې خدای به طالبان راولي او دوی به د خپلو کړنو په جزا رسوي.

که هټۍ وال توکي قیمته خرڅ کړي د شاروالۍ خبره نه یادوي ځکه چې له هغوی څخه د اصلاحاتو تمه نشته نو پیریدونکی همدا وایي چې نشته نو هغه پټکیو والا چې نرخ کې سمون راولي.

که ډریور کرایه ډیره واخلي نو موټرکې ناست کسان همدا وایي چې ای کاش طالبان بیا په دې خاوره تسلط پیدا کړي.

که په ښار کې بې حجابي ولیدل شي یا ټلویزیون کې مزخرفات وویني نو هیڅ کله هم څوک دا نه وایي چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې ددې مخه ونیسي(ځکه چې تمه ورنه نشته) نو خلک همدا وایي چې ددې خلکو په مذهب طالبان ښه پوهیږي.

که په دولتي دوایرو کې مامور د رشوت غوښتنه کوي نو مظلوم همدا په جهر نارې وهي چې خدایه طالبان یوځل بیا راولې همدا طالبان به ددې رشوتخورو مخه ونیسي.

د پارلمان غړي چې په پارلمان کې د دین او هیواد په ضد نظریه وړاندې کړي نو هم دننه په پارلمان کې یو شمیر وکیلان او له پارلمانه بهر عام خلک همدا نارې وهي چې دې تالي څټو ته ملادادالله خاني په کار ده.

که دننه په نظام کې مامورین د آمرینو ظلم وویني نو همدا وایي چې خدای دې طالب جان یوځل بیا راولي چې عدالت حاکم کړي.

کله چې شریر کسان په ښار یا کلي کې شر جوړ کړي نو خلک همدا وایی چې ددې مرض بهترینه دوا طالب صاحبان دي.

کله چې په عدلي او قضایي ارګانونو کې د ظالم پر ځای مظلوم محکوم او مجازات شي نو په زغرده همدا وایي چې تاسې ډیر ظالمان یاستۍ خدای دې طالبان راولي چې عدالت قایم کړي او موږ له مظلومیته خلاص شو.
دا او دې ته ورته په سلګونو او زرګونو قضایاو کې د خلکو له زړه د طالب د راتلو غږ پورته کیږی.

آخر دا طالب څوک دی چې هرچیرته خپل حقانیت ثابتوي، سره له دې چې نړیوالو یې ټوله نړۍ کې په وړاندې د کرکې او نفرت زهر وشیندل خو ددې په ځای چې خلک له طالب څخه متنفر شي بلکې د نفرت په ځای د خلکو په زړونو کې د طالب محبوبیت ډیرېږي؟

دا نور څه نه دي دا د اسلامي شریعت برکت دی.

تر ټول مهمه دا ده چې یاران خو پریږده چې رقیبان هم د طالب په حقانیت اعتراف کوي او د سپیڅلتیا یې شهادت ورکوي.

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

امين خدای ﷻ دې له خيره سره طالبان حاکم او مسلط کړي،،

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

هاشمی صاحب! سره غولوو به نه.
کاشکی دی خپله لیکنه بشپړه کړې وای
معنی دا چي
که طالب ظلم وکړ نو به خلګ څه ووائې او د چا او کوم الترناتیو د حاکمیت غوښتنه به وکی؟

غوربندي
میلمه
غوربندي

د روسانو له ماتې وروسته،،، جهادي رهبران په خپلو کې سره کېوتل او ملت یې ناهیلی کړ،،، خدای ج د دوی د طغیان، ظلم، خودخواهی او انحراف په وجه تش لاسي طالبان چې چا یې اټکل هم نشو کولای پرې مسلط کړل. ډېره هیله او باور شته چې طالبانو له تېر جهاد، جهادي لیډرانو او د خپل ظهور له مهال څخه کافي عبرت او درسونه اخستی دي او د یرغلګرو له حتمي وتلو وروسته به د هر افغان زخمونو ته التیام وبښي،،، البته دومره هم باید د اناثو په شان عاطفي و نه اوسو چې د عدالت د تامین په… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

سلامونه او ښی چاری. افغانستان کی کم وخت څو حکومتونه داړی وړی شوی دی.خو ولس همیشه د پخوانی ړنګ شوی باندی بی شکر ادا کړی دی. مثال. کمونیستان ختم شول مجاهدین راغلل دومره ظلمونه یی وکړل چه ولس کمونیستانو ظلمونه هیر کړل .ولس کمونیستانو ته د شهیدانو لقبونه ورکړل.وایی چیرته کوم کلی کی کفن کش وه.کله چه مړ خلکو شکرونه وایستل. زوی یی د کفن کش دنده په غاړه واخیسته ،او په چوکی کیناست،زوی یی کله چه کفن اوباسه نو مړی به یی پردی هم کړ، ټول کلی راټول شو ،او په زاړه کفن کش یی شکر ادا کړ.او له… نور لوستل »

بسم الله
میلمه
بسم الله

غمی پشتین ته، سلامونه مو ومنی ! تاسی د تیرو حکومتو په اړه لیکلی چه یو له بله په ګډوډیو او وحشت کی زیات وو د کفن کش مثال مو لیکلی ستا خبره نسبی سمه ده، خو د معلول د علت به اړه مو یادونه نه ده کړی زه به یی په علتو څه ولیکم: لمړی: زمونږ هیواد کی څو پیړی عیاش او فحاش شاهی یا سلطنتی حکومتونه وو چه د حکومت ویل ورته ناسمه کار دی همدغه یی حکومتونه وو چه د هیواد له طبیعی منابعو او د خلکو د لاسو د محصول څخه یی ناوړه او د خآن… نور لوستل »

حکیمي
میلمه
حکیمي

په جلال ابادکې پرون کوم ماشوم انسان تښتونکو تښتولی وو زما ورورویل چي نوردې الله ج طالبان راولي که دمهساقاتلین یې دخلګوپه وړاندې اعدام کړي وای دا پیښه به نه تکراریده
ریښتیاهم الله ج دې دالله ج کتاب حاکم کړي چي خلک دژوندپه خوندپوی شي