افغانستان

پکتيکا: د ۷ ميليارده ډالرو په ارزښت د پي ار ټي توکي غلا شوي دي «انځورونه»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۸ل): په پکتيکا ولايت کې د پي ار ټي ( ولايتي بيا رغونې) د ادارې د اوو ميليارده ډالرو په ارزښت وسايل او تجهيزات له تيرو څو کالونو راهيسې د چارواکو له لوري غلا شوي دي او په کباړ پلورل شوي دي.

په هغو اسنادو کې چې پژواک خبري اژانس موندلي دي، ويل شوي دي چې د پکتيکا ولايت چارواکو له لوري د پي ار ټي وسايل او تجهيزات په شخصي توګه په کباړ پلورل شوي دي بيا پاکستان ته اړول شوي دي او پيسې يې شخصي جيبونو ته تللي دي.

د پژواک د راپور له مخې اوس تازه هم د پکتيکا د پي ار ټي ځينې وسايل په يو سوداګر باندې په اته سوه زره امريکايي ډالرو پلورل شوي دي.

اژانس د پکتيکا ولايت د يوې سرچينې له قوله ليکلي دي چې ددې ولايت برحال امنيه قومندان غلام سخي روغ ليوني د پي ار ټي وسايل د سيد
رحمن خوستي په نامه په يو سوداګر پلورلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ((دغه کس د پرېس ماشينونه لري، د پي ار ټپي روغ- روغ ماشينونه، جنراتورونه او نور شيان پرس کوي، په موټرو کې یې باروي او بيا يې پاکستان هېواد ته وړي. روغ لېوني دا ټول توکي ورته يواځې په اته سوه زره امريکايي ډالرو ورکړي دي، په داسې حال کې چې دا د ميليونونو ډالرو شيان دي.))

په دې اړه هغه ويډيو ګانې هم پژواک ترلاسه کړي دي چې په کې ليدل کېږي چې د پي ار ټي د غلا شويو توکو په تور نيول شوي کسان د ملي امنيت له لوري توقيف دي او لمر ته غورځول شوي دي.

د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني هم د پي ار ټي د تجهيزاتو غلا کول تائيد کړي دي او ويلي يې دي چې له تيرو څو کلونو راهيسې له يادې پي ار ټي څخه د کباړ په نامه ټانګونه، موټر، المارۍ، کمپيوټرونه، لرګي او نور توکي ويستل شوي دي او پلورل شوي دي.

څمکني ويلي دي چې: ((کله چې پي ار ټي ته لاړم او مې ليدل نو ژړا راغله، له دې ځای څخه د اووه ميليارده ډالرو په ارزښت وسايل او تجهيزات په ډېر ظالمانه ډول ايستل شوي او پلورل شوي دي.))

والي ویلي دي چې د پي ار ټي د تجهيزاتو په غلا کې د پکتيکا پخواني واليان، امنيه قومندان، د ملي امنيت رئيسان او ګڼ نور لوړ پوړي چارواکي لاس لري او زياته کړې يې ده چې په دې نژدې تيرو ورځو کې هم د پي ار ټي يوه اندازه تجهيزات او وسايل پلورل شوي دي او اوس د پکتيکا په پي ار ټي کې نور څه نه دي پاتې.

څمکني ويلي دي چې: ((زما له راتګ وروسته هم څو موټر کباړ ايستل شوي دي، زه خپله هغه شپه ور پسې و وتم څو موټر مې ډک له کباړو نيولي او کسان مې ملي امنيت او څارنوالۍ ته سپارلي دي.))

بل لور ته د پکتيکا د پي ار ټي د وسايلو قراردادي سيد رحمن خوستي پژواک ته ويلي دي چې دوی له پي ار ټي څخه په قانوني توګه وسايط او تجهيزات وړي دي او په وينا يې چې په قانوني توګه يې د پي ار ټي تړون ترلاسه کړی دی.

هغه وايي: ((په ٤٠ لکه افغانيو ما دغه قرارداد نيولى دى، دلته ٣٦٠ ټنه جالۍ، بېکاره اوسپنې او اهن چادر دى، بل شى نشته دي.))

د پکتيکا امنيه قومندان وايي غلام سخي روغ ليونی بيا وايي چې له پي ار ټي څخه يې د توکو په ويستلو کې فساد نه دی کړی او زياتوي چې له پي
ار ټي څخه ويستلي او پلورلي توکي يې له نوور چارواکو سره په همغږۍ ترسره کړي دي.

هغه وايي: ((په پي ار ټي کې ځيني زاړه شيان وو چې د استفادي وړ نه و، ما دغه مسئله له وزارت سره شريکه کړه چې دغه شيان په درد نه لګېږي، خرڅ به يې کړو، پر ځاى به يې د پوستو د جوړولو لپاره شيان واخلو.))

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پکتيکا د ملي امنيت له لوري هغه موټر هم نيول شوی وو چې ځينې اوسپنۍ يې د کباړ په نامه پاکستان ته اړولې.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې فساد، درغلي او په دولتي ادارو کې د چارواکو له لوري غلاوي هغه څه دي چې په دولتي ادارو کې د فساد کچه زياته کړې ده چې ورځ تر بلې په زياتېدو ده.

تر اوسه په دې اړه مرکزي حکومت څه نه دي ويلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
MHA

Why does Mr Ghani proclaim that he captured many thieves and will capture more in the future, it looks like the thieves have not been captured.

بسم الله

It is funny MHA, AS AS AFGHAN after18 years of occupation you stll dont believe and you dont know the big theif ( Ghani, kerzai and others ) yet

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x