سور مرچ خوړل د انسان عمر زیاتوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۸ل): د هارورډ پوهنتون پوهانو د یوې نوې ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې ویلي؛ هغه خلک چې سور مرچ خوري ددوی عمر د نورو په پرتله اوږد وي.

په دغه څیړنه کې له ۴۸۷ زره کسانو څخه ازموینه ترسره شوه چې عمرونه یې له ۳۰ کلنۍ څخه تر ۷۰ کلنۍ پورې وو، او تر ۷ کالو یې دوام وکړ.

د څیړنې پرمهال له ۲۰ زرو زیات کسان له مړینې سره مخ شول، خو هغه کسان چې سور مرچ یې په خوړو کې شامل کړی و عمر یې د نه خوړونکو په پرتله ۱۲ او ۱۴سلنه زیات و.

څیړونکي زیاتوي چې په غذايي سیستم کې د سور مرچ شتون انسان کې د سرطان له کبله د مړینې، د زړه ناروغۍ، د وینې جریان او تنفسي ستونزو په مخنیوي کې مرسته کوي.

همدا ډول پوهان زیاتوي چې سور مرچ کې د اکسایډ ضد ماده موندل کیږي او د هاضمې سیستم غوره کولو سربېره د فالج یا ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې هم مرسته کوي.

سور مرچ د شکر په ناروغۍ د اخته کیدو مخنیوی کولی شي، اضافي وزن کمولی شي او د بدن دفاعي نظام پیاوړي کولو کې مرسته کوي.

که څه هم د سور مرچ استعمال د معدې زخمونو په جوړښت او د بدن پوستکي ښه کولو کې مرسته کوي، خو بیا هم ډاکټران د مرچ په خوړو کې د منځلاریتوب ښودنه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د