نوی چارجر چې «۱۷» دقیقو کې بشپړ مبایل چارجوي- ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۸ل): چینایي شرکت شیاومي له لومړنیو څخه دی چې د سترو بیتریو په وړاندې کولو کې نوم لري، اوس دغې کمپنۍ داسې نوی ډیوایس وړاندې کړی چې د ځیرک مبایل بیترۍ په ۱۷ دقیقو کې بشپړه چارجولی شي.

د (super charge turbo) چټګ چارجولو ټکنالوژي ده چې د «۴۰۰۰» ملي امپیره بیترۍ یوازې په «۱۷» دقیقو کې بشړه چارجوي.

له دې وړاندې د اوپو شرکت داسې ټکنالوژي وړاندې کړې وه چې په ۱۵ دقیقو کې یې ۵۰سلنه او په نیم ساعت کې ۱۰۰سلنه ځیرک مبایل چارجوه، خو اوس د شیاومي شرکت په دې لړ کې نوی څلی خپل کړ.

شیاومي شرکت ددغې ټکنالوژي ازموینه د یوې ویډیو له لارې په یوه ۴۰۰۰ ملي امپيره لرونکي ځیرک مبایل چې بیترۍ یې په صفر وه ترسره کړه، او ۱۷ دقیقې وروسته د مبایل بیترۍ سل ته ورسیده، په عین حال کې د اوپو نوې ټکنالوژۍ په ۱۷ دقیقو کې د ۳۷۰۰ ملي امپيره بیترۍ تر ۶۵سلنه چارج کړه.

د شیاومي شرکت مشر بن لین وایي چې دغه چارجر یوازې په پنځه دقیقو کې مبایل تر ۴۰سلنه چارجولی شي، ددې ټکنالوژۍ په مرسته به راتلونکې کې څوک د مبایل چارجولو ستونزه نه ګوري.

ددغې ځانګړي چارجر بیه لا نه ده په ډاګه شوې او نه هم بازار ته راوتلی دی، دا هم نه ده څرګنده چې دغه ټکنالوژي به کوم ځانګړي مبایل پورې خاص وي که په عام ډول به کار ورکوي.؟