
دايکندي: د تښتول شوي دولس کلن هلک مړی موندل شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۸ل): په دايکندي ولايت کې يو تن ماشوم چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې انسان تښتونکو تښتولی و، مړی يې په يو کوهي کې موندل شوی دی.
د دايکندي امنيه قومندان غلام سخي غفوري وايي چې د الله نور په نامه ياد ماشوم تيره اوونۍ ددې ولايت له شهرستان ولسوالۍ څخه تښتول شوی و چې تيره ورځ يې مړی موندل شوی دی.
غفوري وويل چې د الله نور مړی تيره ورځ د شهرستان ولسوالۍ په فيض اباد سيمه کې په يو کوهي کې موندل شوی دی.
امنيه قومندان ويلي دي چې د پيښې په تړاو يې يوه ميرمن او يو سړی نيولي دي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې غلا او انسان تښتونې په دې وروستيو کې په بې سارې ډول زيات شوي دي چې له امله يې خلک انديښمن شوي دي.
نژدې دوه اوونۍ وړاندې د مهسا په نامه يوه شپږ کلنه ماشومه هم په کابل کې د تښتونکو له لوري تښتول شوې وه چې له کورنۍ څخه يې د درې سوه زره امريکايي ډالرو غوښتنه شوې وه، خو د مهسا کورنۍ چې د نوموړې د خلاصون په اړه درې سوه ډالر تښتونکو ته نشوای ورکولی هغه يې ووژله.
بايد وويل شي چې ځينې وخت انسان تښتونکي د حکومت له لوري نيول شوي دي چې خلک يې د اعدام غوښتنه کوي خو له څه مودې راهيسې بيرته خوشې کړل شي.