نړۍ

انګلستان کې په يوه مدرسه بريد شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۸ل): د انګلستان په شمال ختيځ کې د بحر په نامه يوې مدرسې د نامعلومو کسانو له لوري بريد شوی دی او ورانی يې رامنځته کړی دی.

د بحر مدرسې مسؤل امام عبدالمحيط وايي چې دا پيښه تيره شپه د انګلستان په شمال ختيځ نيوکاستل سيمه رامنځته شوې ده چې بريد کوونکو د مدرسې قرآنکريم نسخې شلولي دي او نور توکي يې ويجاړ کړي دي.

عبدالمحيط ويلي دي چې له پيښې وروسته دوی پوليسو ته خبر ورکړ او کله چې هغوی مدرسې ته داخل شول نو د قرآنکريم شکول شوې نسخې يوې او بلې خواته ګډې وډې پرتې وې.

نوموړي ويلي دي چې بريد ګرو د مدرسې ځينې کړکۍ او دروازې هم ماتې کړي دي او يوې برخې ته يې اور اچولی دی.

بل لور ته سيمه ييزو امنيتي مسؤلينو ويلي دي چې د امنيتي کمرو د ثتب څخه ښکاري چې شپږ تنه ځوانان چې عمرونه يې له اتلس کلونو څخه ټيټ
دي د مدرسې او جومات د ورانولو او سوځولو پلان يې درلود.

د بحر مدرسې مسؤل وايي چې تر دې وړاندې هم په يادې مدرسې بريدونه شوي دي او دا څلورم ځل دی چې د نړولو او سوځولو هڅه يې کيږي.

بحر د اسلامي علومو مرکز چې د انګلستان په شمال کې تر ټولو لویه مدرسه ده مسؤلين يې د امنيت په اړه انديښمن دي.

نژدې دوه مياشتې وړاندې هم په يادې مدرسې د نامعلومو کسانو له لوري بريدونه شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې ميلادي مياشتې په ۱۵ مه نېټه په نوي زيلاند کې هم په دوو جوماتونو بريدونو شوي وو چې له امله يې تر پنځوسو ډېر مسلمانان وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x