افغانستاننړۍ

پاکستان: د عمران خان څرګندونې «ناسمې تعبیر» شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د عمران خان د وړمې ورځې څرګندنې «ناسمې تعبیر» شوې دي.

عمران خان تېره دوشنبه رسنیو ته ويلي و، افغانستان کې د روان بحران یوازینۍ حللار مؤقته اداره کېدلی شي.

د نوموړي دې څرګندونو د چارواکو تر څنګ د ګڼو پخوانیو سیاسیونو غبرګونونه را وپارول او دا يې په افغان چارو کې د ښکاره مداخلې هڅه وبلله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په همدې مناسبت خپره کړې اعلامیه کې ويلي، د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو په تړاو د عمران خان «لېوالتیا نه باید ناسمه تعبیر شي.»

د سرچینې په وینا د هغه موخه دا وه، چې د افغانستان په روان وضعیت کې د سیاسي پخلاینې لپاره «اسانتیا» رامنځته شي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مؤقتې ادارې غوښتونکې حنیف اتمر او ګڼو نورو سیاسي څېرو د عمران خان دا څرګندونې د «ملي حاکمیت» پر ضد وبللې.

بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د مرستیال سفیر احضار کړ او له اسلام اباد نه يې افغان سفیر کابل ته راوغوښت.

د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د پاکستان د لومړي وزیر خبرې د افغانستان په اړه ګټورې ونه بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

وايی د توپکيانو په وخت يو چا پر چوک ناری وهلی چی چيری دی جت چيری دی اصيل جت ن ن ورخ هر يو وايی چی زه جت يم ، خو که اوس هغه خبر شی پر چوک به ناری کړی چی چيری دی اصيل غلام اوس خو هر يو وايی چی زه غلام يم . عمران خان يو بد وکړل ، دا ټوله کافر حراميان چی درپکښی غورځی دا څه بولی ،؟ کومه سيمه چی بی خاونده وی همداسی به ټوله پکښی غورځی . وغورځی څو ورځی نورهم وغورځی خو پام ! د دی سيمی خاوندان راروان دی اِن… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x