افغانستان

هلمند؛ دوو پولیسو خپل اوه ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): هلمند کې دوو پولیسو پر خپلو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې او اوه تنه يې وژلي دي.

پېښه تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په سپین مسجد سیمه کې شوې، چې بریدګر له سیمې سلامت وتلي دي.

د هلمند ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو طالبانو يې په اړه خبرپاڼه خپره کړې ده.

طالبان وايي، بریدګر د دوی نفوذي ملګري و، چې تر دوی سلامت ور رسېدلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دې دوو تنو اوه تنه عسکر وژلي او له ځانونو سره يې شپږ میله سپکه او درنه وسله هم دوی ته ور رسولې ده.

د دولتي ځواکونو په لیکو کې خپل‌منځي بریدونه هغه پېښې ګڼل کېږي چې د ځواکونو تر منځ يې بې باوري اوج ته رسولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د دی وخت رسیدلی چه عسکر ،پولیس او ملیشی هم د مظلوم اولس په شان طالب مجاهدینو ته یواځی تسلیم نه بلکه ورسره مجاهدین جوړ شی ۱۸ کاله بس دی اوس هر څه هر چاته په ډاګه شوی چه د دی هیواد دشمنان او دوستان څوک دی زه باور لرم چه له دی وروسته به غ او غ او هغه تش په نامه د ګوندو غلام مشران به د خبلو عسکرو له خوا په نښه کیږی د نشه توکو روږد شوو به شان له خپلو ساتونکو عسکرو له معاشو او مرمیو هم غلا کوی د اسدالله خالد، قهرمان او هلکو… نور لوستل »

غ.حضرت

وای، شریکه!
څوارلس پېړۍ مخکی لا ځینی ستوری! چي محمدی ځلیدلی لمر ته ئې ځانونه نژدې ګڼل د خطرناک سقوط سره مخامخ شویدی ته خو به لا یو غولیدلی ناچیز بنده ئې.د اوو کسو د قتل د ګناه د زغم قدرت د فرعون ټوله کورنۍ نلری نو ته به ئې څنګه ولرې.
اې بدبختانو!
ددې مقتولینو د کورنۍ د اوښکو د سیلاب څخه لږ بېره ولری، آخرت او سؤال او جواب ته که عقیده نلرۍ.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x