نړۍ

رحمان ملک وایی دبرید په اړه خبروم خو هدف یی راته مالوم نه وو

rehman_Malik(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۹) دوبي: دالعربیه ټلویژیون خبر نشر کړ چي دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رحمان ملک وایی په ایبټ اباد کي دامریکایانو له لوري له برید څخه ۱۵ دقیقي وروسته خبرشو، خو دا راته مالومه نه وه چي برید دڅه لپاره ترسره شوی دي.

دپان عرب له سټلیټ چینل سره دمرکي پر مهال رحمان ملک زیاته کړه، زه له برید څخه ۱۵ دقیقي مخکي خبرشوم خو نور راته مالومه نه وه چي برید دڅه لپاره ترسره شوی دی.

دپاکستان دکورنیو چارو دوزیر څرګندوني په عربي ژبه د العربیه ټلویژیون پر ویب سایټ باندي نشر شوی دي ، نوموړي په خپلو خبرو کي زیاته کړه چي زه په لومړي سر کي په دي سره خبر شوم چي دبرید په ترڅ کي یوه بی پیلوټه الوتکه راپرزیدلي ده.

ملک وروسته په اسلام اباد کي له خبري رسنیو سره به خبروکي وویل ما په اول کي فکرکاوه چي دابه ډرون برید وي، ځګه پاکستان داسي هلیکوپټري نه درلودي چي دشپی لخوا دي دقیق عملیات ترسره کړي.

نوموړي په اسلام اباد کي له مختلفو خبري سرچینو سره دوینا پرمهال وویل، ما له دالعربیه ټلویژیون سره دمرکي پروخت داسی نه وو ویلي چي زه له برید څخه خبر وم، بلکه زما خبري غلطی فهمول شوی دي، ما وویل چي زه له برید څخه ۱۵ وروسته دومره خبر شوم چي په ایبټ اباد کي یوه هلیکوپټره راپریوته چي سم دستي ما اړونده چارواکو ته امر وکړ چی ولاړ شی دپیښي په اړه مالومات وکړي، څرنګه چي مونږ په پاکستان کي داسي هلیکوپټري نه لرو چي دشپی لخوا څخه دي په عملیاتو کي برخه واخلي، نو زما دایقین وو چي دابه ډرون برید وي.

زه بیا  دوه نیم ساعته وروسته خبر شوم چي فوځ سیمي ته رسیدلی دي او دپیښي ځای یی کلابنده کړی دي.

رحمان ملک له العربیه ټلویژیون سره په خپلو خبرو کي وویل دامریکایانو له اندیښني سره سره داسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د ترهګري په خلاف جنګ کي ډیره کلکه همکاري موجوده ده.

دامریکي ولسمشر بارک اباما له پاکستاني چارواکو څخه غوښتي دي چي په دي اړه باید څیړنئ وکړي څرنګه اساما کولای شول دپاکستان دفوځ دیو لوی مرکز وڅنګ ته دي کلونه تیر کړي او فوځ ته دي مالومات نه وي، نوموړي زیاته کړي داسي هیڅ امکان نه لری خاماخوا به دچا همکاري ورسره وه.

ډان نیوز…         ژباړه:   بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x