د شکایتونو کمیسیون پخوانی مشر: ځينې نوماندان اشرف غني بریالي کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پخوانی مشر وايي، حکومت په ټاکنیزو چارو کې نېغه مداخله لرله او ان ګڼ کسان يې د اشرف غني په امر بریالي اعلان کړي دي.

عبدالعزیز اریايي له اریانا نیوز سره خبرو کې وویل، اشرف غني ورته امر کړی و، چې «ځينې مشخص» نوماندان باید بریالي اعلان کړل شي.

هغه د کوم مشخص نوماند نوم وانه خیست، خو د اشرف غني د مداخلې د مثال په ډول يې وویل، چې یوه جلسه کې يې پرې ټینګار وکړ، چې په «کټوازي وکیلانو کې یو تر بل ښه دي، باید ورته جدي پام وکړي!»

A-Aziz-Aryayee

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پخوانی مشر؛ عبدالعزیز اریايي

هغه ومنله چې د تېرو ټاکنو پروسه له جنجالونو، مداخلو او درغلیو ډکه وه، په وینا يې په دې حکومت کې کار کول يې د ژوند لویه غلطي وه.

اشرف غني هم د درغلۍ او فساد په تور هغه کمیشنران ټول له دندو لرې کړل، چې د مقررۍ پر وخت يې پخپله ورسره خبرې اترې کړې وي او «بهترین» يې بللي و.

یاده دې وي د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال د تلې میاشتې په وروستیو کې ترسره شوې، چې لا يې هم بشپړې پایلې نه دي اعلان شوې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د