افغانستان

لغمان؛ یو شرکت له قرارداد پرته کار پر مخ وړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): لغمان ولایت کې د «سپين غر تالک» په نوم یو شرکت له کانونو او پټرولیم وزارت سره د کړي قرارداد موده پوره کړې، خو لا هم د قرارداد برابر چارې پر مخ وړي او له ذخیرو نه پیسې ګټي.

پژواک خبري اژانس لیکي، دې شرکت د ۱۳۹۲ل کال په لړم میاشت کې له یاد وزارت سره د دریو کلونو لپاره قرارداد کړی و، چې له ریګي پل، تیرګړیو پل او کریم نهر نه شګې، جغل او ډبرې وړلی شي.

د دې شرکت قرارداد په ۱۳۹۵ل کال کې پای ته ورسید، خو شپږ میاشتې نور تمدید شو او وروستۍ نېټه يې د ۱۳۹۶ل کال په ثور کې پای ته ورسېده.

سرچینه زیاتوي له قراداد پرته هم دې شرکت خپل کارونه روان ساتلي او په منځني ډول هره ورځ له شاوخوا ۱۵۰ لاریو نه، له ۸۰ تر ۱۵۰ افغانۍ اخلي.

spenghar-Pajw
پژواک خبري اژانس خپاره کړي اسناد

د لغمان د کانونو ریاست مشر انجینر نجیب الله بیا دا نه مني او زیاتوي چې د دې شرکت قرارداد د تېر کال د سلواغې تر ۲۵مې دوام درلود.

هغه وايي د قانون پر اساس هر قراردادي باید په کال کې دوه میلیونه او ۱۵۵ زره افغانۍ پرې کړي، چې تر پورته نېټې پورې دې شرکت پیسې ورکړې دي.

د لغمان د ولايتي شورا غړي د کوم مشخص شرکت نوم نه اخلي، خو مني چې د جغل، شګو او ډبرو پر سر پیسې اخیستل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د کابل ټوله غلامه اداره د امریکا او ناتو په زور تپل شوی او د اولس سره له قرار داد غیره چارواکی دی نو که لغمان کی کوچنی غله له قرار داده غیره غلا کوی عادی خبره ده باید همداسی وکړی د کابل ټوله اداره غله دی څوک لوی او څوک کوچنی څوک پټ او څړک غلنی ، هر څوک چه ډیر زور او مداری توب کولای شی او د اشغالګرو سره پخی اړیکی لری یعنی د هغوی برخه یی پکی مختصه کړی وی هغوی علنی او په لویه پیمانه یا حکومتی پیمانه قانونی غلا کوی او هماغه تر ټولو… نور لوستل »

جميل

نور کانونه او کارونه خو نو عجبه ښه او پاک روان دی چی پاته بيا دا شو .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x