افغانستان

فیفا: ځينو نوماندانو تر وخت وړاندې کمپاین پیل کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ځينې نوماندان په بېلابېلو ډولونو پر غیر رسمي کمپاین بوخت دي.

د دې بنسټ اجرایيوي مشر نعیم اصغري وايي، ځينې ټاکنیز ټکټونه د سولې له پروسې هم د وسیلې په توګه کار اخلي او کمپاین پر مخ وړي.

هغه مخامخ د چا نوم وانه‌خیست خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني په دې وروستیو کې بېلابېلو ولایتونو د ځينو زړو پروژو د بیا پرانیستې په پلمه سفرونه کړي دي.

اصغري له له ازادي راډيو سره خبرو کې دا هم ویلي، چې د ټاکنو کمیسیون باید د ولسي جرګې ټاکنو پایلې ژر اعلان او اندېښنې ختمې کړي.

په ورته وخت کې د دې کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وايي، تر څو چې د نوماندانو وروستی لیست نه وي اعلان شوی، نو دوی احتمالي نوماندان ګڼل کېږي، ځکه خو يې هیڅ کړنه ټاکنیز کمپاین نه‌شي بلل کېدلی.

د ټاکنو کمیسیون څو ورځې وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو نېټه درېیمې نېټې ته وغځوله چې درېیم ځل يې اشرف غني هرکلی وکړ، خو ويې ویل چې له دې وروسته د نېټې تغیر ورته د منلو نه دی.

ټاکنو کمیسیون ویلي دوی د تلې میاشتې شپږمه نېټه د ټاکنو لپاره وروستۍ بولي، خو د څارونکو په وینا ښايي تر یادې نېټې هم وروسته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x