افغانستان

روسیه: د سولې له خبرو اندېښنه نه لرو، خو جوړجاړی مهم دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): روسیه وايي، په افغانستان کې د راتلونکې په اړه تصمیم نیول، د حکومت نه؛ بلکې د خلکو کار دی او دوی يې په اړه اندېښنه نه لري.

کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیسکي وايي، د سولې له خبرو اترو هیڅ اندېښنه نه لري، خو دا اندېښنه موجوده ده چې توافق او جوړجاړی که ونه‌شي نو سوله به ناممکنه کړي.

هغه له طلوع‌نیوز سره خبرو کې ويلي، سوله یوازې د افغانستان نه؛ بلکې د روسيې په ګټه هم ده.

مانتیسکي دا هم ویلي، چې که خلک وغواړي چې مؤقته اداره دې وي، نو باید دوی تصمیم ونیسي، چې سیاسي ډلې او څېرې باید پکې شاملې وي.

هغه د مسکو په تېرې بین الافغاني ناسته کې د حکومت پر نه ګډون نیوکه وکړه او هغه غونډه يې یو مهم ګام یاد کړ.

روسیې تر دې وړاندې ویلي و، چې سیمه کې د امریکايي ځواکونو موجودیت سرخوږی پیدا کړی او امریکا په هغو دعوو کې ناکامه شوې چې پر اساس يې دغه جګړه پیل کړې وه او باید له سیمې پښې سپکې کړي.

دې هېواد امریکا په افغانستان کې د داعش په پیداکولو، روزلو او تمویل هم تورنه کړې، چې امریکايي سرچینو پرلپسې دا تورونه رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

وایی سګ برادر شغال هست، روسان، امریکایان، چینایان، هندوان ، انګریزان او داسی نور ټول کفار او د هغوی غلام تش په نامه اسلامی حکومتونه شیاطین او د شیاطینو بندګان دی هغه ورځ چینایانو، انګریزانو ، پرون روسانو او نن مو بیا انګریزان ، امریکایان، فرانسویان او هندوان به ګډه وژنی، هدف یو ( چه زمونږ استثمارول دی ) صرف د جلا جلا شیاطینو له خوا زمونږ د استثمارولو او وژلو د پاره یی کاروی. هغه څه چه وایی هغه نه ترسره کوی او هغه چه ترسره کوی هغه نه وایی، چا ویلی هندوانه او چایی سره خبلو کی دشمنی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x