افغانستان

جان‌بس عمران خان ته: د کرکټ ځينې اصول ډيپلوماسي کې کار نه ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کابل کې د امریکا سفیر لیکلي، چې د کرکټ ځينې اصول ډیپلوماسۍ کې کار نه ورکوي.

پاکستاني رسنیو وړمه ورځ «دوشنبه، ۵وری» د عمران خان په حواله وویل، چې افغانستان کې د روانې شخړې د حل لپاره مؤقته اداره سمه لار ده.

کابل کې د امریکا سفیر جان‌بس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا د افغانستان داخلي مسئله ده او د عمران خان توپ اچونه دلته کار نه ورکوي.

نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، د عمران خان څرګندونې ناسمې تعبیر شوې او د هغه موخه دا وه چې افغانستان کې سیاسي پخلاینې ته لار هواره شي.

د خان د څرګندونو په اړه زلمي خلیلزاد هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغان سولې لپاره پاکستان مهم رول ادا کړی دی خو د دغه هیواد د لومړي وزیر عمران خان وروستی خبرې ګټوري نه دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی به یوازي افغانان ټاکي، نړیواله ټولنه به افغانان تشویقوي تر څو دوی په خپلو کې سره را ټول شي او خپله پرېکړه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

عمران خان پشتون یعنی افغان او بیا د ګاوندی اسلامی هیواد اوس منتخب مشر ټاکل شوی د امریکا په کچه د ګاونډی هیواد د هغه ۱۸ کاله خونړی کشالی په اړه چه د همدغه امریکا د اشغال او وحشی وژنو له خوا رامنځته شوی لږ تر لږه د نظر ورکولو د مداخلی حق لری . امریکا حق لری چه هر چیری نظامی مداخله وکړی هم نور ووژنی او هم امریکایان په نورو ووژنی؟ غلامان یی په کابل کی نه یواځی امریکایانو ته نه وایی چه زمونږ له هیواده ووځی برخلاف ورته وایی که تاسی ووځی د دی هیواد خپلواک بچیان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x