افغانستان

فاریاب: شیرین تګاب کې محاصره عسکر د مرستې غږونه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): د فاریاب په شیرین تګاب کې لسګونه محاصره عسکر وايي، نه يې څوک غږ اوري او نه پخپله نور د محاصرې توان لري.

شمشاد تلویزون، هغه ویډيو خپره کړې چې محاصره عسکرو ورته لېږلې او د خپلې بې وسۍ او ناتوانۍ ویر پکې کوي.

محاصره عسکر وايي چې له درې نیمو میاشتو راهیسې له خپلو پوستو د باندې نه‌شي وتلی، خو چارواکي يې تلیفوني اړیکو ته ځواب نه وايي.

دوی وايي چې ټپیان او مړي يې هم له څو ورځو وروسته سرې میاشتې ته سپارلي دي خو چارواکو يې غږ نه دی اورېدلی.

یو تن عسکر په دې ویډیو کې وايي: «داسې وظیفه څه کوم، معاش مې نه دی اخیستی، اولاد را تر غاړې دی»

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې شاوخوا ۱۵۰ تنه عسکر بادغیس کې طالبانو ته تسلیم شول، چې هغوی يې ۵۸ تنه سلامت پرېيښي او د کور کرايې يې ورکړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د کابل غلامان او باداران ته عسکرو، پولیسو او ملیشو د ابزارو په ډول استفاده کوی که ابزارو ښه نتیجه ورکړه یعنی مظلوم اولس وژنه یی ښه ترسره کړه ښه، معاشونه ورکوی، میړنی او اتلان یی بولی او که نه ، بیا یی له محاصرو هم نه خوښی کولی شی او نه یی خوشی کوی ځکه هغه نور چه ورلیږی هم د هغوی په شان ابزار دی نو چه مخکی ابزارو ګټه ورته ونه کړه د هغوی په شان نورو ابزارو کارول به د څه د پاره وی حتی کله کله یی خبله له منخّه وړی، ادستعمار ګر قوتونو ته… نور لوستل »

جميل

خدای خوار کړيو ! خپل د دين او د هيواد وروڼوته تسليم شی ، خپل خالق ته په اخلاص توبه وکړی هغه ډييييير بخښونکی دی د رزق او روزی نوری دروازی به درته خلاصی کړی او د وياړلی ژوند خاوندان به شی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x