نظــر

ځوانان او د افکارو اصلاح

احمدمدثر دلسوز

غواړم چي د سید أبوالأعلی مودودي رحمة الله علیه پر هغه وینا تبصره وکړم چي په ۱۹۶۵م کال د نوامبر په ۶ یې په ملتان کي مسلمانو محصلینو او متعلمینو ته اورولې وه.

اسلامي نړۍ د یوې خاوري، سیمي او هیوادونو د مجموعې نوم ندی بلکي اسلامي نړۍ ورته ځکه وايي چي دلته د مسلمانانو نسلونه اوسیږي، د الله تعالی ﷻ قانون او د رسول الله ﷺ قانون پلی کیږي، خو برعکس کچیري د همدې سیمي خلګ خدای مکړه همدا قانون ته شا کړي، خپل اسلامي کلتور پریږدي، پردی کلتور، تمدن او قانون رائج کړي نو بیا د همدې خاوري اوسېدونکي چي اوس ورته مسلمانان او خاوره یې اسلامي نړۍ بلل کیږي بیا نسو ویلای او د همدې اسلامي نړۍ د بقا راز هم پدې کي دی چي موږ څنګه چي مو خپل تمدن، کلتور، مدنیت، د ژوندانه نظام له خپلو أسلافو څخه اخیستی دی همداسي یې بیرته راتلونکي نسلونو ته وسپارو.

په نړۍ کي ډېر تمدنونه تېرسوي دي خو هغه وخت له مرګ سره مخ سوي دي او فنا سویدي چي نسلونو یې خپل تمدن، دین او کلتور ندی پاللی، مثلا کله چي موږ وایو چي د بابل تمدن فنا سو او لمېنځه ولاړی داپدې معنی چي د هغو راتلونکو نسلونو د بابلیانو کلتور او تمدن ونه پالۍ، د بابلیانو نسلونه به اوس هم موجود وي خو هغوی ته بابلیانو ځکه نسو ویلای چي بابلي تمدن، کلتور او دین نلري او نه یې هم پالي، د مصري فراعنه ؤ تمدن ځکه لمېنځه ولاړی چي د هغوی نسلونه ونتوانېدل چي خپل ملي میراث راتلونکو نسلونو ته انتقال کړي.

کومي خاوري ته چي نن موږ او تاسي اسلامي نړۍ وایو، دا ورته ځکه وایو چي دلته زموږ أسلافو د ژوند نظام او قوانین، کلتور او عادات داسي جوړ کړيوه چي ټول اسلامي وه او په همدې شکل سره یې ترموږ پوري هم راورسول ترڅو موږ د خپل ژوند نظام هم د هغه مطابق جوړ کړو.

خو کچیري موږ په دې ونه توانېدو چي اسلامي قوانین، د خپلو أسلافو کلتور، عادات او مدنیت وساتو او یا یې تر نورو نسلونو پوري ورسوو، او زموږ نوي نسلونه د اسلامي تمدن پر ځای مثلا امریکايي تمدن ته مخه کړي نو بیا ورته موږ اسلامي نړۍ نسو ویلای بلکي امریکايي نړۍ یې یادولای سو.

کله چي موږ د افغانستان نوم اخلو نو فورا یو غیور، متدین، مجاهد او په الهي أحکامو کلک ولاړ ولس مو ذهن ته راځي، خو کچیري د همدې مجاهد افغانستان ولس، محصلین او متعلمین یې مثلا د امریکا کلتور، دین او تمدن خپل کړي نو بیا ورته د افغانستان پر ځای امریکستان هم ویلای سو.

د اسلامي نړۍ د پایښت لپاره ترټولو لومړی د أذهانو او أفکارو برابرول ضروري او لازمي دي:

نو که غواړئ چي افغانستان مو افغانستان پاته سي نو خپل دین، کلتور او تمدن ټینګ کړئ، د پردیو تر فکري، سیاسي او اقتصادي تېریو لاندي مه راځئ او پر خپل حال ثابت پاته سئ.

ولي د ترکانو اړیکي له نیمي پېړۍ څخه زیات وخت له اسلامي أمت او خپل ماضي او أسلافو سره شلېدلي وې؟ ځکه چي هلته أتاترک غربي کلتور رائج کړ، نوي نسلونه یې د اسلام له رحمت څخه لیري وساتل، د اسلامي تمدن پر ځای یې ورته غربي تمدن راوړ.

بله ضروري خبره داده چي په تعلیمي مراکزو، پوهنتونو او مکاتبو کي باید غربي ډوله مفکورو، ملحدانه آیدیالوژیو ته هیڅکله اجازه ورنکړو چي نوی ځوان نسل مو راڅخه پردی کړي، په دې برخه کي ترټولو ستره وظیفه د اسلامي فکره استادانو او اسلامي دعاتو ده، چي وخت پر وخت مسلمان ولس ته دا ډول پردي او بې دینه مفکورې، کلتورونه او د ژوند نظامونه ور وپېژني او مخکي لدې څخه چي اسلامي نړۍ او زموږ نویو نسلونو ته یې څه ضرر رسولی وي باید په نطفه کي یې لا لمېنځه وړې وي.

نو کچیري د ځوانانو أفکار خپله داسي جوړ سوي وي چي پردۍ مفکوري ورته د قبول وړ نه وي نو بیا د نړۍ هیڅ یو طاقت نسي کولای چي پرې برلاسي پیداکړي.

د اسلامي عقیدې، أخلاقو او کلتور سره ټینګ رابطه :

بله ضروري یادونه داده چي ځوانان، محصلین او متعلمین باید د اسلامي عقیدې،کلتور او اسلامي أخلاقو سره کامله او ټینګه اړیکه ولري، ستونزه دلته ده چي کله زموږ له پوهنتونونو څخه مثلا یو ډاکټر او یا انجنیر فارغ سي نو د اسلامي او ټولنیزو أخلاقو په نامه هیڅ نه پېژني، شین په والذي وي، کله چي یې بې سواده خلګ وویني نو هغه پر خپل بېسوادي شکر وباسي او یا له اسلامي أساساتو، أخلاقو او عقایدو څخه دومره لیري پاته سوی وي چي لمونځ یې هم زده نه وي، نو ځکه هر ډول پردی، بې دینه او اسلام دښمنه فکر پداسي ماغزو کي ښه وده کولای سي، او د اسلام دښمنانو ته هیڅ ضرورت نه وي چي لدې ډول ملحدانه أفکارو دفاع وکړي او له اسلام سره پرې وجنګیږي بلکي دی خپله له اسلام سره پرې جنګیږي او ورڅخه کلکه دفاع کوي.

کله چي کوم پردی کلتور پر یوې غیر اسلامي ټولني وارد سي نو هغوی ته شاید دومره تاوان و نلري څومره چي یوې اسلامي ټولني ته یې لري، ځکه په اسلامي ټولنه کي فاسقانه کلتور رایجول د هغې ټولني د کلتور سربېره، خپل ایمان ته تاوان رسول او د الله تعالی ﷻ او رسول الله ﷺ په مقابل کي بغاوت کول دي.

هغه استاذان چي د شاګردانو أذهان مغشوشوي خائنان او غداران دي :

د استعمار په دې لوی دوران کي بیا یوه ډله معلمین د شاګردانو د أذهانو په مغشوشولو بوخت دي او غواړي چي هغوی ته داسي وښيي چي اسلام هیڅ تهذیب، کلتور او تمدن نلري نو ځکه غربي تمدن ته اړ یو، هیڅ قانون نلري نو ځکه ډیموکراسۍ ته اړیو، هیڅ ډول اقتصادي أصول نلري نو ځکه کپیټالیزم ته اړیو، هیڅ ډول سیاسي أصول نلري نو ځکه غربي سیاست ته اړیو او د یوه هیواد په مترقي کېدلو او پرمختګ کي اسلام خنډ واقع کیږي.

دا ډول پوچ مغزه استاذان د اسلامي ټولني، تهذیب، عقیدې، أصولو، سیاست، پرمختګ او هري برخي ستر دښمنان دی، ځکه دوی د یوې اسلامي ټولني ریښې له بېخه څخه په تبر وهي او ځوان نسل بې دینه کوي.

نو که غواړئ چي له افغانستان څخه امریکستان جوړ نسي او ځوانان مو د معاصري بې دینۍ څپې او د بد اخلاقۍ توپان ونه وهي، اړینه داده چي خپل نوی نسل (ځوانان)، محصلین او متعلیمن په اسلامي فکر سمبال وروزئ، اسلامي عقیده یې پخه کړئ او په دې لار کي یې هرډول تکلیف، زحمت او کوښښ ته آماده کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

دلسوز صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی د نښی منځ دی ویشتلی او د اسلامی نړی د ټولنو اصلی ستونزو ته مو ( چه د غربی او شرقی استعماری قدرتو له خوا د اسلامی نړی په ټولنو جبرا تپل شوی ) ګوته نیولی او مسلمانان مو ورته متوجه کړی زه یی نه یواځی تایید بلکه ستاینه یی کوم او ځینی ټکی به ورسره زیات هم کړم او هغه دا چه: لمړی: دا چه شرق، غرب، شمال او جنوب د خلکو به کیفیت او څرنګوالی کی اغیزه نه لری هو داسی ویلای شو چه د لویدیز هیوادو هر اړخیز قدرت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x