د هوواوې نوي مبایلونه چې سامسنګ او ایفون ماتولی شي – ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ وری، ۱۳۹۸ل): د هوواوې شرکت خپل دوه نوي مبایلونه وړمه ورځ په فرانسه کې نندارې ته وړاندې کړل چې یو شمېر حیرانونکي ځانګړتیاوې لري او د شنونکو په وینا د سامسنګ ایس ۱۰ لړۍ او د ایفون ایکس لړۍ مبایلونه ماتولی شي.

د چین هېواد ځیرک مبایلونو مشهور شرکت «هوواوې» د سامسنګ او ایفون په مقابله کې دوه نوي په زړه پورې ځیرک مبایلونه چې (هوواوې پي ۳۰) او (هوواوې پي ۳۰ پرو) نومیږي وړاندې کړل، چې د کامرې له لحاظه حیرانونکې ځانګړتیاوې لري.

هوواوې پي ۳۰ (Huawei P30)

دغه مبایل ۶.۱ انچه او ایل ای ډي ډیسپلی لري، په دې کې د کیرین ۹۸۰ پراسیسر ورکړل شوی او په کې ۶ او ۸ جي بي ریم ځای پر ځای شوی، په ۶۴، ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي حافظې سره سمبال دي، چې د ګوتې کولپ یا فنګر پرینټ یې پر ښيښه داخل نسب دی.

سربېره پردې «۳۶۵۰» ملي امپیره بیترۍ لري، د چټک چارجولو وړتیا لري او د وایرلیس له لارې یې هم چارجول ممکن دي.

کامره: شاخواته درې کامرې لري، یوه یې پرایمري ۴۰ میګا پېکسله، دویمه یې د پراخ اینګل لپاره ۱۶ میګا پېکسله او دریمه یې ټیلي فوټو کامره ورکړل شوې چې ۸ میګا پېکسله د، د سیلفي کامره یې ۳۲ میګا پېکسله ده چې په غوره کیفیت د عکس اخیستلو وړتیا لري.

دغه مبایل د اوبو او ګرد یا خاورې ضد جوړ شوی، په دې کې بله ځانګړتیا داده چې د انترنیت سرعت یې په یوه ثانیه کې ۱ جي بي دی، چې د چټک انترنیت درلودلو پروخت په لږ وخت کې زیات فلمونه ښکته کولای شي.

بیه: د پي ۳۰ مبایل بیه ۷۹۹ یوور ایښودل شوې چې شاوخوا ۶۸ زره افغانۍ کیږي.

پي ۳۰ پرو (Huawei P30 pro)

په دې مبایل کې ۶.۴۷ انچه فول ایچ ډي پلس او ایل ای ډي ډیسپلی ورکړل شوې او د کیرین ۹۸۰ پراسیسر ورکړل شوی، په دې کې ۶ او ۸ جي بي ریم ځای پرځای شوی چې حافظه یې په ۱۲۸، ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي بېلا بېلو بڼو کې ده.

پي ۳۰ پرو ۴۲۰۰ ملي امپیره بیترۍ لري چې د چټک او وایرلیس چارجیدو وړتیا لري، په ۳۰ دقیقو کې ۷۰سلنه مبایل چارجوي، سربېره پر دې د بل مبایل چارجولو وړتیا هم لري.

کامره: مخکې خوا درې په زړه پورې کامرې لري چې یوه یې ۴۰ میګا پېکسله، دویمه ۲۰ میګا پېکسله د پراخ اینګل سره او دریمه ۸ میګا پېکسله د پریسکوب پنځه چنده زوم اسانتیا سره ده، په دې کې د شالید تتولو یا فوکس لپاره له کوچنۍ کامرې څخه کار اخیستل کیږي، ددې سربېره د سیلفي ۳۲ میګا پېکسله کامره لري.

د هوواوې شرکت د وینا سره سم به دغه مبایل به ویډیو په ځانګړي غوره کیفیت جوړوي، همدا ډول د شپې لخوا په کمه رڼا کې به هم د غوره ویډیو او غوره عکس اخیستلو وړتیا ولري، په دې کیفیت کامرو سره دغه مبایلونه کولای شي د سامسنګ نوي وړاندې شوي مبایلونو ته ګواښ شي.

ددغه مبایل انترنیت سرعت په یوه ثانیه کې ۱.۴ جي بي دی، په چټک انترنیت درلودلو سره دغه مبایل کولای شي په یوه دقیقه کې څو فلمونه ښکته کړي، همدا ډول د اوبو او ګرد ضد جوړ شوی.

بیه: د پي ۳۰ پرو مبایل ۸ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي مبایل بیه ۹۹۹ یورو ایښودل شوې ده چې شاوخوا ۸۵ زره افغانۍ کیږي، د ۸ جي بي ریم او ۲۵۶ جي بي حافظې مبایل بیه ۱۰۹۹ یورو ایښودل شوې چې شاوخوا ۹۳ زره افغانۍ کیږي او د ۸ جي بي ریم او ۵۱۲ جي بي حافظې لرلو مبایل بیه ۱۲۴۹ یورو ده چې شاخوا یو لکو ۶ زره افغانۍ کیږي.

له دې وړاندې د هوواوې شرکت تېر کال په اکتوبر میاشت کې د میټ ۲۰ او میټ ایکس دوه مبایلونه وړاندې کړي وو چې په زړه پورې ځانګړتیاوې لري او په هغه وخت کې یې د سامسنګ او ایفون سترو مبایلونو ته ګواښ جوړ کړی و.

د شنونکو په وینا ددغه مبایلونو ځانګړتیاوې او حیرانونکې کامرې کولای شي یو وار بیا د سامسنګ او ایفون نوي مبایلونو ته ګواښ جوړ کړي او یا یې هم له ماتې سره مخ کړي.

هوواوې پي ۳۰ او پي ۳۰ پرو به په مۍ میاشت کې د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د