پنځه عام عادتونه چې د انسان عمر لنډوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ وری، ۱۳۹۸ل): انسان په ژوند کې د داسې عادتونو سره مخ کیږي چې خلاصون یې ورته ستونزه ګرځېدلي وي، پوهان وایي چې ځینې عادتونه سوکه سوکه انسان د مرګ خولې ته غورځوي.

د یوې څيړنې له مخې چې په «Circulation» مجله کې یې راپور خپور شوی پنځه داسې عادتونه ښودل شوي چې د وخت په تېریدو سره د انسان عمر لنډوي، دغه پنځه عادتونه په لاندې ډول دي:

خواږه څښاک او مصنوعي خواړه

ګازي څښاک، جوس او بېلابېل خواږه مصنوعي خواړه خوړل د انسان پر بدن منفي اغیز کوي، څیړنې ښيي چې ددغه ډول څښاک یا خوړو زیات استعمال د ژر مړینې لامل ګرځي، ځکه چې دا د زړه په درزا کې ستونزې زیاتوي.

سګریټ څکول

سګریټ څکول د بېلا بېل سرطان ناروغیو رامنځته کولو سربېره د ژر مړینې سره هم ژوره اړیکه لري، سګریټ څکول د زړه ناروغي رامنځته کوي او انسان د دماغي سکتې سره مخ کوي، همدا ډول د شکر ناروغي، د سږو ناروغي او یو شمېر نورې ناروغۍ د اوږمهاله مودې لپاره رامنځته کوي، دغه ستونزې په بدن کې د ناروغۍ کنترول اصلي مرکزونه زیانمنوي چې له کبله یې انسان د ژر مړینې سره مخ کیږي.

اوږدمهاله ناسته کول

د اوږده ناستې په اړه پوهان په یوه خوله دي چې په بدن کې د اوږدمهاله او ژورو ناروغیو لامل ګرځي، دوی زیاتوي چې د ژوند په روان سیستم کې اوږده ناسته د روغتیا لپاره ډاروونکې ده، ځکه چې دا د زړه، شکر او د دماغو کمزورتیا لامل ګرځي، چې په دې توګه د لیونتوب یا ذهني زوال ګواښ زیاتوي، او دغه ټولې ناروغۍ د ژر مړینې لامل ګرځي.

د وزن زیاتوالی یا کموالی

هغه کسان چې وزن یې له ټاکلې اندازې زیات یا کم وي، د ژر مړینې له ګواښ سره مخ کیږي، ځکه چې دا یو شمېر لاملونه لري او ځینې ځانګړي یې د زړه او شکر ناروغۍ دي چې د زیات او کم وزن په حالت کې رامنځته کیږي.

الکول یا شراب څښل

که څه هم پوهانو د شرابو څښلو او ژر مړینې ترمنځ اړیکه نه ده په ډاګه کړې، خو یو شمېر څیړنو څرګنده کړې چې شراب څښل روغتیا ته یو شمېر ستونزې پېښوي، له برخې یې د شکر، زړه او تنفسي ناروغۍ دي، او دغه ناروغۍ ژر انسان له مرګ سره مخ کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom
میلمه
masoom

یقینًا ښه مضمون ده
دا ځکه چې ما خپل ځان تجربه کړﺉ