افغانستان

قریشي: کابل ته د افغان سفیر بلل یوه «غیر عقلاني» پریکړه وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وايي، د افغان حکومت له لوري له اسلام اباد څخه د خپل سفیر وربلل یوه غیر سنجیده او له حالاتو سره په ټکر کې پریکړه وه.

قریشي چې تېره ورځ یې د همدې موضوع اړوند له رسنیو سره خبرې کولې وویل، افغان سفیر له اسلام اباد څخه داسې مهال غوښتل کېږي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د خبرو لړۍ پیل شوې او د سفیر د غوښتلو یو لامل شاید همدا وي چې د افغانستان حکومت په دې خبرو کې حاشیې ته شوی.

د قریشي په خبره، عمران خان د افغان سولې او ټاکنو په اړه خبرې کړې خو د نوموړي خبرې باید غلطې نه وای فهمول شوې.

د نوموړي په اند، پاکستان په افغانستان کې سوله او امنیت غواړي او د افغانستان امنیت د خپل هیواد امنیت بولي خو داسې یوه سوله یې هیله ده چې د تولو افغانانو غوښتنو ته پکې درناوی وشي.

یاده دې وي چې، قریشي وروسته تر هغه دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ ګډ حکومت د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې « په افغانستان کې یې د یوه مؤقت حکومت د رامنځته کېدو په اړه کړې وي» خپل سفیر له دې هیواد څخه راوباله او د نوموړي څرګندونې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x