«دا وار به د احمد شاه ابدالي سیالۍ په نوې معیاري ډول ترسره شي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ لومړی پړاو به د اپریل میاشتې په ۴مه نېټه پېل او تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي، خو دویم پړاو به یې په اکتوبر میاشت کې ترسره شي.

په دې سیالیو کې به شپږ لوبډلې (امو زون، کابل زون، بند امیر زون، مس عینک زون، سپين غر زون او بوست زون) ګډون کوي، چې د کورني کرېکټ مسوولینو په وینا دغه سیالۍ به د تېر په پرتله دا وار په عالي معیار او غوره کیفیت سره ترسره شي.

دغه څلور ورځنۍ سیالۍ به د افغانستان په درې نوموتو ولایتونو کې ترسره شي، د کابل ایوبي لوبغالی سربېره د ننګرهار او کونړ لوبغالي شامل دي، چې ټولې به په کې ۱۵ لوبې ترسره شي او هره لوبډله به پنځه سیالۍ ترسره کوي.

د افغانستان کورني کرېکټ مسوولین وایي چې په دې سیالیو کې به هره لوبډله بېل لیژن افیسر، منیجر، مشر روزونکی، د ډګر ساتنې روزونکی، د توپوهنې روزونکی، فیزیو او بدني روزونکی ولري، همدا ډول د ویډیو انالیست به په هره سیالۍ کې موجود وي.

د نوي معیار له مخې په یادو سیالیو کې به په هره لوبډله کې لږ تر لږه پنځه توپ اچونکي موجود وي او یو لوبغاړی په یوه ورځ کې له شلو زیات اورونه نشي ترسره کولای، چې په کې به د ملي لوبډلې لوبغاړي، نولس کلنو او میرویس نیکه سیالیو کې ځلیدونکي لوبغاړي ګډون کوي.

دا به د افغانستان فرسټ کلاس سیالیو دریم پړاو وي، له دې وړاندې دوه واره دغه سیالۍ ترسره شوي چې دواړه واره د «بند امیر زون» لوبډلې اتلولي خپله کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د