بلخ ته پوځي او امنیتي چارواکي رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): شاوخوا لس ورځې وړاندې بلخ کې د نوي امنیه قومندان د معرفۍ پر سر خبره تر جګړې ورسېده او درې ساعته کې نوی قومندانۍ تر چوکۍ ورسيد.

تازه بلخ ته د ناټو عملیاتي مسؤل رنډي جورج، دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزارت مرستیال خوشال سادات بلخ ته رسېدلي دي.

د دفاع وزارت خپره کړې خبرپاڼه ظاهراً د دوی د سفر موخه د بلخ امنیتي وضعیت ارزول بولي، خو په یاد ولایت کې د عطامحمد نور او حکومت تر منځ د لس ورځې وړاندې شخړې پرته کومه امنیتي پېښه نه ده لیدل شوې.

له یادې پېښې څو ورځې وروسته هم د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو سرپرست وزیران عطامحمد نور ته ورغلي و او د نور په خبره پر ځينو «مسائلو» يې ورسره هوکړه کړې ده.

هغه د نوي کال په مناسبت خپره کړې ویډيو کې هم پر دواړو وزیرانو غږ کړی و، چې ژر دې هماغه هوکړه چې جزییات يې نه دي په ډاګه شوي، عملي کړي.

نور ويلي و، دی د جګړې هوډ نه لري، خو که پرې وتپل شي، نو ارام به نه کېني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د