زابل؛ طالبانو د سیوري ولسوالۍ نیولې، حکومت یې ردوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو ويلي، سرتېرو يې تېره شپه زابل کې سیوری ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو سره نیولې ده.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي يې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو لیکلي يې دي چې تېره شپه شاوخوا درې بجې يې د یادې ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او سهار ته څېرمه يې ونیوله.

د زابل چارواکي وايي دې جګړه کې اوه عسکر وژل شوي، خو په وینا يې د سیوري په نامه ولسوالۍ يې تشکیلاتو کې نشته.

د زابل ځايي چارواکو امریکا غږ ته ویلي، چې سیوری سیمه د شینکۍ ولسوالۍ مربوط وه، چې پکې د پولیسو د قومندانۍ او یو پوځي کنډک تاسیسات هم شته.

سرچینه وړاندې زیاتوي یاده سیمه کې دېرش پولیس مېشت و، چې اوه تنه يې وژلي او تر لسو ډېر ټپيان شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حقبیان هم یاده سیمه کې جګړه مني او وايي چې طالبانو دوه پولیس هم له ځان سره ژوندي وړي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

موږچی کوچنی لوی سوی یو، پلاراونیکه به ویل چی زموږاصلی ټاټوبی سیوری دی. او اوس د زابل چارواکی چی سیوری نسته. نه پوهیږو چی متکفر دا دځان غوندی بیسواده د کم ځای څخه راوستلی دی.