افغانستان

اشرف غني هم پر ملکي تلفاتو «خواشيني» ښکاره کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): اشرف غني په هلمند کې د ملکي تلفاتو اړوند د «خواشينۍ» یادونه کړې او ویلي يې دي چې دا پېښه به وڅېړي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، هغه د هلمند په ګرشک کې د ملکي وګړو پر تلفاتو «خواشیني» ښکاره کړه او د پېښې د «دقیقې څېړنې» لارښوونه يې کړې ده.

د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي هغه «د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته د نظامي عملیاتو پر مهال د لا زیات دقت او د ملکي تلفاتو د مخنیوي دستور ورکړی او په ټینګار سره یې ویلي چې ملکي تلفات د زغم او منلو وړ نه دي.»

دا په داسې حال کې دی چې نږدې هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د شپنیو عملیاتو او هوايي بریدونو له امله د بهرنیو او دولتي ځواکونو له لوري ملکي وګړي په نښه کېږي.

څو ورځې وړاندې کابل کې هم د سولې فعالانو په یوه غونډه کې پر حکومت غږ وکړ، چې د ملکي تلفاتو مخنيوي ته دې جدي پام وکړي، کنه دا ډول پرلپسې اقدامات به «نظام وشړوي.»

اشرف غني د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې د ملکي تلفاتو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي او له پنځو کلونو راهیسې پټه خوله يې، څو میاشتې وړندې پرانیسته او کله کله «خواشیني» ښکاره کړي.

هغه امریکایانو ته یادونه کړې چې په واکمنۍ کې يې د دوی کم عسکر وژل شوي، خو ضمناً يې ویلي چې نږدې پنخوس زره دولتي عسکر يې قرباني کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

با لاخره د متفکروجدان په تفکرسو؟ یا بل چا ورته دیکته کړه چی یو څه خو ووایه؟

جميل

غنيګيه ! اوس دی اوبه تر تيری شوی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x