افغانستان

کابل؛ نهه کاله وروسته لومړۍ پنجشنبه، چې رخصتي يې نه درلوده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): کابل کې پوره نهه کاله وړاندې حکومت د پنجشنبې ورځ رخصتي اعلان کړه او دولتي مامورین به دندو ته نه تلل.

تېر کال د کب په نیمايي کې د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه چې نور به دغه ورځ رخصتي نه وي او مامورین باید دندې پر مخ یوسي.

په ۱۳۸۹ل کال کې د دې ورځې د رخصتي علت د ښار د ککړې هوا د خرابۍ د مخنیوي یوه هڅه وبلل شوه، خو د دولتي مامورینو په وینا ګڼو کسانو به د چهارشنبې په ورځ هم تر نیمايي ورځې کار کاوه او هغه يې هم رخصتۍ کې حسابوله.

تازه د دې ورځې د بیا کاري ورځې کېدو په اړه دولتي مامورین بېلابېل غبرګونونه لري، خو ډېری يې سم ګام بولي.

نهه کاله وروسته نن لومړۍ پنجشنبه وه، چې مامورین دندو ته لاړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x