افغانستان

رویټرز: اشرف غني پر واک وېرېږي، سوله ټکنۍ کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو او امریکا تر دوو اوونیو زیاتو خبرو اترو وروسته د کابل پر ځای واشنګټن ته د زلمي خلیلزاد سفر هغه څه ګڼل کېږي، چې اشرف غني يې له وراخطايۍ سره مخ کړ.

رویټرز د ځينو افغان او امریکايي چارواکو په حواله لیکلي چې هغه د غوسې تر بریده وارخطا دی او ښايي د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

دې سرچینې د یو امریکايي چارواکي په حواله لیکلي چې اشرف غني د واک له لاسه وتلو وېرې اخیستی، له همدې امله هڅه کوي چې د سولې هڅې ټکنۍ کړي.

سرچینه زیاتوي واشنګټن باید له غني دا تمه ونه لري چې هغه به د یو دولتمدار لار غوره کړي او وبه وايي چې د واک پرېښودل ورته ښه دي.

رویټرز د یو افغان چارواکي له خولې بیا دا لیکي چې خلیلزاد د سولې هڅې کوي، خو غني هم ځان شریر او بدمعاش معرفي کول نه غواړي.

د حکومت او امریکا د اړیکو ترینګلتیا وروسته له هغه رسنیزه شوه چې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پر زلمي خلیلزاد د سولې هڅو کې د شخصي ګټې تور پور کړې او د امریکا بهرنیو چارو وزارت محب احضار او اړیکي يې ورسره وشلولې.

د کابل پوهنتون استاد ودیر ساپي په همدې اړه ازادي راډيو ته ويلي، زلمی خلیلزاد له طالبانو سره له اوږدو خبرو وروسته نېغ واشنګټن ته لاړ او سمدستې د مؤقتې ادارې اوازو زور واخیست چې غني يې له وارخطايۍ سره مخ کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx