مایک پمپیو

پمپیو: د سولې د خبرو اترو پایلې باید د ټولو د باور وړ وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د خبرو اترو اړوند مهمه دا ده چې پایلې يې ټولو ته د منلو وړ وي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سناتورانو په یوه استجوابیه غونډه کې وویل، له طالبانو سره خبرې پېچلې دي او نه غواړي ټول جزییات يې بیان کړي.

هغه وویل د خبرو مدیریت د ده تر لاس لاندې دی، خو د دې تر څنګ زلمي خلیلزاد ګام پر ګام له کابل سره معلومات شریک کړي دي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې دواړو اړخونو کې د یو پر بل د باور پر ځای، دا مهمه وبلله، چې د خبرو اترو پایلې ټولو ته د منلو وي.

پمپیو دا هم وویل چې واشنګټن هڅه کوي کابل کې «لاسته راوړنې» وساتي، خو د دې تر څنګ د جګړې ختمول غواړي.

هغه ویلي دا چې څنګه جګړه کمه او یو سیاسي حل پیدا شي، اړوند يې دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او سې آی اې په شریکه کار کوي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه رویټرز ویلي، اشرف غني د امریکا او طالبانو خبرو اترو وارخطا کړی او انګېري چې امریکا د طالبانو پر وړاندې بشپړه په ګونډو شوې ده.

د سرچینې په وینا هغه د واک له لاسه وتو وېرې تر غوسې رسولی او ښايي د سولې هڅې ټکنۍ هم کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د