افغانستان

ټاکنو کمیسیون: ولسمشریزې ټاکنې به ۱۹۲میلیونه ډالرو لګښت ولري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به ټول ۱۹۲ میلیونه ډالر لګښت ولري.

د دې کمیسیون یو غړي محمد عبدالله له رسنیو سره په خبرو کې له نړۍوالې ټولنې او افغان حکومت څخه په دې برخه کې د همکارۍ هیله کړې ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دې نږدې دوه سوه میلیونه ډالرو کې به څومره د افغان حکومت پر غاړه وي.

د دې کمیسیون د معلوماتو له مخې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې حکومت ۱۱ میلیونه ډالر لګښت کړی و، چې شاوخوا ۱۰۹ میلیونه ډالر نور نړۍوالې ټولنې مرسته کړې وه.

په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت له ټاکنو کمیسیون سره د یو تفاهم‌لیک پر اساس د امنیت ساتلو ژمنه کړې ده.

کورنیو چارو وزارت که څه هم په تېرو ټاکنو کې هم د خوندیتوب ټټر وهلی و، تازه يې ویلي چې له تېرو ټاکنو يې تجربې تر لاسه کړې او ولسمشریزو ټاکنو کې به ترې کار واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x