زلمی خلیلزاد: ملا برادر سولې ته لېوال او وطندوست سړی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): زلمی خلیلزاد وايي قطر کې يې د طالب مشر له سیاسي مرستیال ملا برادر اخوند سره کتنو کې وموندل چې هغه یو وطندوست انسان او سولې ته لېواله کس دی.

د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد د خپل سفر په لړ کې برتانیا ته رسېدلی او له بي بي سي فارسي سره يې تازه څرګندونې کړې دي.

هغه ويلي له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او دا چې افغان خاوره به د امریکا پر ضد نه استعمالېږي خبرې اترې کړې دي.

وړاندې داسې اوازې هم رسنیزې شوې چې د دواړو اړخونو تر منځ د بهرنیو ځواکونو پر اتلس میاشتني مهال‌وېش هوکړه شوې ده، خو خلیلزاد وايي دوی پر «کلونو» ټینګار کوي.

baradar

له ښي لوري لومړی ملا عبدالغني برادر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب څرګندونې د بحث وړ ونه بللې، خو ضمناً يې یاده کړه چې افغانستان کې دامریکا د ګټو لپاره کارکوي او د ځان لپاره کوم هدف نه لري.

خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر دوو اونيو ډېر بحث وکړ، چې د طالبانو د دفتر نوي مشر او د طالب مشرتابه له سیاسي مرستیال ملا برادر اخوند سره يې هم لیدنې کتنې شوې دي.

zalmay-khalil-bbc

زلمی خلیلزاد

هغه وايي ملا برادر د سولې لپاره قرباني هم ورکړې او اوس هم هڅه کوي چې مثبت ګامونه پورته کړي.

زلمی خلیلزاد په داسې حال کې پر یو بل سفر وتلی چې ټاکل شوې دوه اوونۍ وروسته قطر کې د طالبانو او سیاسي څېرو تر منځ بین الافغاني ناسته وشي.

دې ناسته کې د حامد کرزي په مشرۍ د شاوخوا اتیا کسانو د ګډون خبره کېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د