افغانستان

د خلاصون عالي شورا: ټاکنې او ړندې بمبارۍ سولې ته «نه » ويل دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د خلاصون عالي شورا وايي چې په هيواد کې ټاکنې او ړندې بمبارۍ د سولې د سبو تاژ کولو او سولې ته د نه ويلو په معنا ده.

د خلاصون عالي شورا نن د افغانستان د روان وضيعت په اړه د بلخ په مرکز مزار شريف کې غونډه کړې ده او د افغانستان د وضعيت د حل په موخه يې بيلابېلې طرحې وړاندې کړي دي.

په غونډه کې د افغانستان د خلاصون عالي شورا مشر مولوي محمد اکبر اغا په خپلو خبرو کې وويل چې په افغانستان کې سوله نړيوال ضرورت دی او د ولس هر وګړی سپين ږيری، ښځه او نارينه ټول د سولې غوښتونکي دي خو د سولې د سبوتاژ هڅې د ملي ګټو له پاره نه مګر د شخصي ګتو له پاره دي.

مولوي محمد اکبر اغا وويل اوس چې نړيوال کوشش کوي چې په افغانستان کې جګړه ختمه کړي نو مونږ هم بايد د جګړې د ختمولو کوشش وکړو تر څو جګړه په ابرومندانه توګه پای ته ورسيږي.

هغه د افغانستان په حکومت غږ وکړ چې په ولسي وګړو ړندې بمبارۍ بندې کړي او د ښه نيت له مخې زندانيان خوشې کړي او د رحم معامله ورسره وکړي.

د افغانستان د خلاصون عالي شورا چې په تيرو څو کلونو کې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او سولې له پاره هڅې کوي.

تر دې وړاندې يې هم د افغانستان د قضيې د حل په موخه غونډې او مجسلونه جوړ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالوا حد اڅګزۍ

زماپه نظرکفارهسی خلګ اوملتونه خطاباسی نه دملحدحکومت په مغزو کی اونه دکفاروپه مغزوکی یودم تحول راتلای سی بیله جهاده دملک خلاصۍ اوقتلونه ناممکن دی باید د صلحی دخبروڅخه ترهغوانکاروسی چه یوکافرعسکرپه ملک کی یی اشرفغنی کرزۍ اوخلیلزادټول ملحدین اودکفاروملګری اوخطایستونکی دی هیڅ امکان صلح نلری دادخلاصی عالی شوراکه واقعاًآزادی غواړی باید ملت جهادته دعوت کی اوکم عسکر چه ددوی په امرمنحرف کیږی باید جهادته یی دعوت کی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x