
راشد خان د لوبډلې تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړی ټاکل شوی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او نامتو سوکه توپ اچونکی راشد خان په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې (اډلیډ سټرایکرز) لخوا په پرلپسې ډول په دویم وار تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړی ټاکل شوی دی.
د اډلیډ سټرایکرز لوبډلې پر خپله ټویټر پاڼه د راشد خان د غوره ویکټو اخیستلو یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې راشد خان د یادې لوبډلې د ۲۰۱۸-۱۹م کال تر ټولو ارزښتناک لوبغاړی دی.
راشد خان په ۲۰۱۷-۱۸م کال کې هم د خپلې لوبډلې تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړی ټاکل شوی و.
Is there anything @rashidkhan_19 can't do? 💁♂️
Consecutive Most Valuable Player awards for Rash!
Read ➡ https://t.co/G4UajBJiHw #BlueEnergy #BBL08 pic.twitter.com/0L82Nd7TaN
— Adelaide Strikers (@StrikersBBL) March 29, 2019
راشد خان هم په دې اړه خوښي ښودلې او خپلې لوبډلې او مینوالو ته یې مبارکي ویلې ده، نوموړي کاږلي: «خوښ یم چې یو وار بیا د بګ باش په ټورنمنټ کې د خپل ټيم سټرایکرز لپاره د کال ارزښتناک لوبغاړی غوره شوم. خپل ټيم او مینوالو ته یې مبارکي وایم. ستاسو له دوعاو او نیکو هیلو مننه».
د راشد خان لوبډلې د نوموړي په مرسته د ۲۰۱۷-۱۸ بیګ باش سیالیو اتلولي خپله کړې وه، نوموړي په دغه پړاو کې ۱۸ زیاتې ویکټې اخیستې وې، خو په تېر پړاو کې چې نوموړی یو وار بیا له یادې لوبډلې سره و غوره توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه خو لوبډله یې ژر له سیالیو بهر شوه.
د بیګ باش اووم پړاو سیالیو چې په ۲۰۱۸-۱۹ کال کې ترسره شوې دا وار د محمد نبي لوبډلې اتلولي وګټله، نوموړی د خپلې لوبډلې په ګټه د آلراونډر په حیث لوبه ترسره کړه چې کامیابه ثابت شو.
د راشد خان او محمد نبي سربېره سږکال په یاد لیګ کې مجیب ځدران او قیس احمد هم ولوبېدل، مجیب د بریزبین هیټ او قیس د هوبارټ هوریکنز لوبډلې په ګټه ولوبېدل چې ښه وځلیدل.
What a special @BBL season it was from @rashidkhan_19 👌 #BlueEnergy #DansieMedal pic.twitter.com/aj6UaQvf5G
— Adelaide Strikers (@StrikersBBL) March 29, 2019