
فارياب، هرات او بادغيس ولایتونو کې سيلابونو شل تنه وژلي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۹وری، ۱۳۹۸ل): په فارياب، هرات او بادغيس ولايتونو کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله شل تنه وژل شوي دي.
د فارياب د والي وياند نقيب الله فايق رسنیو ته ويلي دي چې ددې ولايت په خواجه سبزپوش، دولت اباد، پښتون کوټ او شيرين تګاب ولسواليو کې د سيلابونو له امله د مالي زيان سربيره اته تنه وژل شوي دي او شپږ نور ټپيان دي.
بل لور ته د فارياب د ولايتي شورا مرستيال صبغت الله سيلاب ویلي دي چې په دې ولايت کې د اتو تنو وژل کېدو، شپږ ټپي کېدو سربيره دوه تنه نادرکه شوي هم دي چې ښايي اوبو وړې وي.
د فارياب سيمه ييز چارواکي وایي چې د خواجه سبز پوش په ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۵ سوه کورونه او نږدې ۴۰۰ دوکانونه هم په سيلابونو کې ويجاړ شوي دي.
بل لور ته د هرات چارواکي هم ددې ولايت په انجيل، ګذره، رباط سنګي او کشک کهنه ولسواليو کې د سيلابونو له امله خلکو ته د اوښتي مالي او ځاني زيان خبر ورکوي.
د هرات سيمه ييز ډاکټران وايي چې د سيلابونو له امله په دې ولایت کې نهه تنه وژل شوي دي خو عيني شاهدان بيا د څلور تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.
په هرات کې ځينې لويې لارې هم د سيلابونو له امله نړېدلي دي چې د اسلام کلا- هرات لويه لاره او همدا راز د هرات حلقوي سرک يې هم د ترافيکو پرمخ بند کړی دی.
همدا راز د بادغيس ولایت په جوند او قادس ولسواليو کې هم د سیلابونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيان اوښتی دی.
د بادغيس د والي وياند جمشيد شهابي وايي چې په دې ولایت کې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې سږ کال په افغانستان کې د ډېرو ورښتونو او سيلابونو له امله ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان له طبيعي پيښو سره د مبارزې اداره وايي چې له تيرې نږدې يوې مياشتې راهيسې د افغانستان په شلو ولایتونو کې د ۱۰۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲۳۷ نور ټپيان دي.
بل لور ته د افغانستان د هوا پېژندې ادارې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سيلابونو د راوتلو خبر ورکړی دی.