شعـــــرونه

د محمد عليم بسمل نوی غزل

محمد عليم بسمل

زليخا ښکلې عاشقي دې په يوه روپۍ کړه
دعزيز ټوله پاچاهي دې په يوه روپۍ کړه

دښامارانو له مخونو دې پرده پورته کړه
دفرعونيانو خدايي دې په يوه روپۍ کړه

ولې دې وسڼډلې څڼې يه ګل مخېه اشنا
ښکلې هوا دپسرلي دې په يوه روپۍ کړه

خدايه چې ولې به نسبت هرځاى کې کارنه کوي
دښکلو سترګو سلايي دې په يوه روپۍ کړه

رنځورې مورې چې دتګ تابيا دې ونيوله
دبسمل ټوله زندګي دې په يوه روپۍ کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

خدای ﷻ مو مور بي بي ته جنت فردوس په نصيب کړه بسمل صاحب.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x