ورزش

پاکستان د استرالیا پر وړاندې ګټلې لوبه وبایلله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او استرالیا کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو پنځمه لوبه کې پاکستان ګټلې لوبه له لاسه ورکړه او پرلپسې څلورمه ماتې یې هم وخوړه.

استرالیا لوبډلې په لومړیو درې پرلپسې بریاو خپلولو سره یاد سیریز په خپل نوم کړی دی خو اوس یې سترګې کلین سويپ ته دي چې په دې لړ کې یې څلورمه بریا هم خپله کړه او د پنځمې ګټلو ته به تابیا ونیسي.

په ننۍ لوبه کې لومړی توپوهنه د استرالیا لوبډلې وکړه چې د ګلین میکسویل په زړه پورې ۹۸ منډو په مرسته یې په ټاکلو پنځوس اورونو کې پاکستان لوبډلې ته د ۲۷۸ منډو هدف وټاکه.

پاکستان لوبډلې لخوا دوه لوبغاړو سلیزې ووهلې خو بدبختانه اسانه لوبه یې په وروستیو کې له لاسه ورکړه او پرلپسې څلورمه ماتې یې هم وخوړه، ددوی لخوا عابد علي چې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه یې کوله سلیزه ووهله.

نوموړی له سلیم ملک او امام الحق وروسته دریم پاکستانی لوبغاړی شو چې په لومړۍ لوبه کې سلیزه وهي، همدا ډول محمد رضوان هم سلیزه ووهله خو په مهم وخت کې یې ویکټ له لاسه ورکړه.

د پاکستان کرېکټ مسوولینو په وینا چې پاکستان لوبډله غواړي د راتلونکي نړیوال جام لپاره نوي لوبغاړي وازمویي، ددې لپاره ورته له بریا څخه د لوبغاړو ځلیدل مهم دي.

دا په داسې حال کې چې د پاکستان لوبډلې توپ اچونکي د ژورو بدلونونو سره سره په تمامه توګه ناکام شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close