ورزش

راشد خان په هر اړخیزه لوبه کولو لوبډلې ته بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۸ل): د هند غوره لیګ سیالیو دولسم پړاو په اتمه لوبه کې د سنرایزز حیدر اباد او راجستان رائلز لوبډلې مخامخ شوې چې په کې سنرایزز لوبډلې د راشد خان په مرسته سیال لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د سنرایزز لوبډلې ارزښتناک لوبغاړي راشد خان د خپلې لوبډلې په ګټه د ۱۹۸ منډو څخه په خپلو څلورو اورونو کې یوازې ۲۴ منډې ورکړې او د جویس بټلر مهمه ویکټه یې واخیسته، راشد خان په هند غوره لیګ د بټلر پر وړاندې ریکارډ لري، نوموړي بټلر ته ټول لس توپونه اچولي، ۴ یې ترې منډې جوړې کړي خو څلور وار یې سوځولی دی.

په یاده لوبه کې لومړی د راجستان لوبډلې توپوهنه وکړه چې د سنجی سمسون او لوبډلمشر اجینکی رهانې په مرسته یې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۸ منډې جوړې کړې، سنجی سمسون د روان کال آی پي ایل لومړۍ سلیزه ووهله.

په ځواب کې د ډیویډ وارنر او جوني بیرسټو برق رفتار توپوهنې سنرایزز لوبډلې ته چټک پېل ورکړ، خو په وروستیو کې چې لوبه یو څه سخته شوې وه راشد خان پرلپسې څلوریزه او په زړه پورې شپږیزه ووهله چې لوبډلې ته یې یو اور وړاندې بریا ورکړه، نوموړی په هر اړخیزه لوبې کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

تر دې دمه د راشد خان لوبډلې ۲ سیالۍ ترسره کړي چې یوه کې یې ماتې او دویمه کې بریا خپله کړې ده، دده سربېره د مجیب الرحمن پنجاب لوبډلې هم د دوو سیالیو څخه یوه بایللې او بله کې بریا خپله کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx