د بدخشان ارغنجخوا ولسوالۍ طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): د بدخشان ولايت ارغنجخوا ولسوالۍ له څو ساعته جګړې وروسته د طالبانو په لاس سقوط کړی دی.

د بدخشان د ولايتي شوار غړی احمد جاويد مجددي وايي چې طالبانو له تيرو څو ساعتونو راهيسې په دې ولسوالۍ بريدونه پيل کړي وو چې نن سهار يې سقوط کړه.

مجددي وويل چې په دې بريدونو کې ۱۴ امنيتي سرتيري وژل شوي دی او لس نور ټپيان دي.

ويل کيږي چې ځينې ژوندي سرتيري له ولسوالۍ څخه په تېښته بريالي شوي دی او د ولسوالۍ ټول تجهيزات او ودانۍ د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د بدخشان ولايتي شورا غړی وايي چې ياده ولسوالۍ له تيرو څو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري له امنيتي ګواښونو سره مخ وه خو سيمې ته د تازه دمو سرتيرو نه لېږلو له امله يادې ولسوالۍ سقوط وکړ.

بدخشان د افغانستان يو له نا امنه ولایتونو څخه دی چې وخت ناوخته يې په بيلابېلو سيمو طالبان بريدونه کوي او سيمې د دولت له ولکې خلاصوي.
د بدخشان د ارغنجخوا ولسوالۍ د سقوط په اړه تر اوسه دولتي چارواکو او طالبانو څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د