افغانستانخبرونه

طالبان: که د ولس په وړاندې روان «وحشت» ونه درېږي، غچ به یې واخلو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، که د کابل اداره او بهرنیان د ولس په وړاندې روان وحشت ونه دروي ددوی جنګیالي به یې غچ واخلي.

د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې په خپره شوې مقاله کې چې د طالبانو رسمي نظر څرګندوي راغلي «د ملکي تلفاتو ډيرښت دجدي اندیښنې او خواشینۍ خبره ده،یرغلګر او کابل رژیم نور باید دملکي خلګو د سر اومال دتلف کیدو څخه لاس واخلي،ځکه دولسي خلګو په شهیدولو،بندي کولو او ځورولو سره دخپلي بقا ستنې نشي ټینګولای».

مطلب وړاندې زیاتوي «که اشغالګر او مزدور رژیم دولسي هیوادوالو کړولو، شهیدولو، کور ویجاړولو او داسلامي شعایرو سپکاوي ته دوام ورکوي، داسلامي امارت اتل مجاهدین به دخپلو سرونو په قمیت ددې جنایتونه غچ له دښمن څخه اخلي او خپلې برحقې مبارزې ته به په لا قوت سره دوام ورکوي».

د طالبانو په وینا، د ګډ حکومت او بهرنیانو د «بشر دوستی» شعار یوازې یوه ادعا پاتې ده او په عمل کې یې له بشر سره دښمني پیل کړې «کابل رژیم او یرغلګر ځواکونه که د بشر دوستۍ نارې وهي، مګر په عمل کې یې بشر دښمني په اثبات رسولې ده،شپه او ورځ ددوی په بریدونو کې بې دفاع ولسي وګړي شهیدانیږي، کورونه او عام المنفعه ځایونه په سستیماتیک ډول ورانیږي».

یاده دې وي چې طالبان داسې مهال له ګډ حکومت او بهرنیانو څخه د ولسي مرګ ژوبلې د غچ اخستلو ګواښ کوي چې، په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو شپنیو چاپو زور اخستی او تر ډېره بریده یې ملکي وګړي هدف ګرځول شوي، همدا درې ورځې وړاندې په هلمند کې په یوه هوايي برید کې د یوې کورنۍ «۸» تنه وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x