افغانستانخبرونه

د امریکا سفیر: له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره دې «ټول شموله» مذاکراتي ټیم جوړ شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر «جان باس» وايي، له طالبانو سره د خبرو لپاره دې یو داسې مذاکراتي ټیم جوړ شي څو د ټول افغانستان استازیتوب وکړي.

جان باس چې په مزار شریف کې یې له طلوع نیوز سره خبرې کولې وویل « افغانان د طالبانو د اهدافو او راتلونکې په اړه ژورې اندېښنې لري  ددې لپاره چې ټولې اندېښنې ځواب شوې وي او سبا ټول حساب ورکوونکي یو نو باید یو داسې مذاکراتي ټیم جوړ شي چې ټول شموله وي او د هر قشر استازي پکې شتون ولري».

د جان باس په وینا، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې باید له هغوی د ورکړل شویو ژمنو تعهد واخستل شي او که چېرې سولې ته ونه رسېږو نو د افغان ځواکونو تقویه اړینه ده څو افغانستان د طالبانو له خطره وژغوري».

یاده دې وي چې، تر جان باس وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» هم له حکومت غوښتي وو څو یو داسې ملي مذاکراتي ټیم جوړ کړي چې ټول اړخونه پکې ځان وګوري مګر حکومت لا هم په دې برخه کې کوم  مثبت ګام ندی پورته کړی.

جان باس داسې مهال په ګډ حکومت د «مذاکراتي ټیم» د جوړولو غږ کوي چې، تمه ده په راتلونکو څو اونیو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو تر منځ دوهمه بین الافغاني ناسته د قطر په دوحه کې وشي، دغه ناسته چې د مسکو د بین الافغانې ناستې په دوام  جوړېږي ، ګڼ شمېر افغان سیاستوال ورته بلل شوي خو  ګډ حکومت د تېر په څېر بیا هم  له یادې ناستې سره مخالف دی او  د ځینو راپورونو په بنسټ څو ورځې وړاندې «اشرف غني» د قطر د بهرنیو چارو وزارت له استازو غوښتي وو څو یاده غونډه وځنډوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x