دافغان محصلينو نوې اتحادیه وټاکل شوه

اکرام الله قریشی

په نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد کې د افغان محصلينو د ۲۰۱۹- ۲۰۲۰زیږدیز کال لپاره نوې اتحادیه وټاکل شوه.

د اتحاديې د ټاکلو پر مهال یوه پرتمينه غونډه  ددغه پوهنتون د څلورمې ليليې په خوړنځای کې جوړه شوې وه، چې په سلګونو افغان محصلينو په کې ګډون کړې وه.

غونډه د قاري صیب عبدالواحدکریمی د قرآن کريم په څو مبارکو آیاتونو پېل کړه، ورپسې ملي سرود واورول شو چې په درناوي کې يې ټول افغان محصلين ودرېدل.

ورپسې دپوهنتون استادعبدالسلام ایوبی غونډې ته خپله عالمانه وینا وکړه، ښاغلي استاد دتېرې اتحادیې له اعضاوو څخه  مننه وکړه او دراتلونکې اتحادیې لپاره یې له الله جل جلاله څخه دتوفیق غوښتنه وکړه، او په افغان محصلینو يې غږ وکړ چې  دافغان محصلینو له اتحادیې سره هر راز مالي او معنوي همکاري وکړي

همدارنګه د ټاکنو د کميسون رئيس ښاغلي استاد دوکتور نظام الدین کامل د نوې اتحاديې د ټاکلو په اړه او د تېرې اتحاديې د فعالیتونو  په اړه وغږيد. ښاغلي کامل  افغان محصلينو ته گټورې مشورې ورکړې، نوموړي وویل چې د هر کار او هرې ستونزې په هوارولو   کې باید هر افغان محصل د اتحاديې له مسؤولينو سره اړيکه ونيسي. استاد په پای کې نوې اتحاديې ته د هغوی مسؤوليتونه ورپه گوته کړل.

له ښاغلي کامل صیب وروسته د افغان محصلينو د اتحاديې پخوانی رئيس ښاغلی نصیراحمددرانی غونډې ته دخپلې وینا په ترڅ کې دتېر یوه کال په اوږدو کې خپل فعالیتونه او لاسته راوړنې روښانه کړې.

بیا د اتحاديې نوي رئيس ښاغلي ذبیح الله انوري د غونډې گډونوالو ته وینا وکړه او د را روان کال لپاره يې په خپلو پلانونو خبرې وکړې.

ښاغلي ذبیح الله انوري همداراز خپله کابينه د غونډې گډونوالو ته وروپېژندله، چې نومونه يې په لاندې ډول دي:

ذبیح الله انوري                    رئیس
فریدالله یفتلي                     مرستیال
اکرام الله قریشي                دکلتوري چارو مسئول
بلال وکیل                         دخارجه چارو مسئول
فرمان الله ساحل                 دنشاطاتو مسئول
نعمت الله امیري                 دمالي چارو مسئول

بیا دتېرې اتحاديې لخوا هغو دپخوانۍ اتحادیې اعضاوو ته یادګاري تحفې ورکړل شوې همدارنگه دتېر یوه کال په موده کې له اتحادیې سره په همکارو محصلینو ستاینلیکونه وویشل شول.

غونډه داستاد عبدالسلام ایوبی په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

یاده  دې وي چې دغونډې ویندوی او انانسر مطیع الله نواب او بشیراحمدموحدوه.

دیادونې وړه ده چې د افغان محصلینو اتحادیه یوه نادولتي، بې پرې ټولنه ده چې له بنسټیزو موخو څخه یې په نوموړي پوهنتون کې دافغان محصلینو دیووالي، ورورولۍ فضا برابرول، نړیوالو ته د افغان رښتيني کولتور، دود او دوستور ورپېژندل، ديني، علمي، معلوماتي، تاريخي درسونه برارول او له نویو راغلیو او پخوانیو افغان محصلینو سره دداخلی په ازموینه او نورو چارو کې اړینه مرسته کول دي.

د نړیوال اسلامي پوهنتون- اسلام اباد دبنسټ ډبره په ۱۹۸۲م کال ایښودل شوې، او د نړۍ د ۴۷ هیوادونو تبعه محصلین پکې په زده کړو بوخت دي، چې د ۳۲۰۰۰ محصلینو او محصلاتو له جملې څخه تقریبا ۹۰۰ افغان محصلین او نېږدې ۷۰ افغانې محصلانې دي. په نوموړي پوهنتون کې هرکال یوه ورځنی نړیوال کلتوري نندارتون جوړیږي چې پکې دافغان محصلینو اتحادیې هرکال دافغانستان په استازیتوب ونډه اخلي. هیره د نه وي چې له تېرو څو کلونو راهيسې افغان محصلين په کلتوري نندارتون کې په ۴۷ هېوادونو کې لومړۍ مقام گټي.

د افغان محصلینو اتحادیه

نړیوال اسلامي پوهنتون – اسلام آباد

دفرهنګي چارو مسئول      اکرام الله قریشي