ملایانو! رښتيا چې غر مو په سر مات کړ

سيد صهيب (هاشمي)

کله چې په ۲۰۰۰ زیږدیز کال کې نړیوال صلیبي ائتلاف د داخلي ایمان پلورنکو په مرسته په افغانستان کې اسلامي نظام ړنګ او مجاهدین یې د ښارونو پريښودو ته اړ کړل نو په ټول توان سره یې د خلکو د مرعوب کولو په موخه د میډیا له لارې پراخ تبلیغات هم پیل کړل او ټوله نړۍ یې تر خپل رعب لاندې راوستله او په ټوله نړۍ کې داسې څوک پاتې نه شول چې هغه دې د امریکايي طاغوت په مقابل کې ودرېږي او یا لږ تر لږه انتقاد ورباندې وکړي. ټول نظامونه له یوې مخې د امریکایانو ارادې ته تسلیم شول او ددې لويې صلیبي جګړې په پلوي ودرېدل. ډېر ښه به هغه څوک و چې ځان به یې بې پرې ونیوه.

یوازې هغه کسان چې د الله تعالی په وعدو یې کلک باور درلوده په دغه حساس او ویرونکي حالت کې هم مطمئن ول، او پرامریکایانو یې د بري خیال په سر کې درلود او د رسول الله صلی الله علیه و سلّم هغه سنت ورته د لارې مشال و چې د احزاب د غزوې په وخت یې په داسې حال کې چې په خپله شا یې خاورې وړلې خپلو ملګرو ته د روم او فارس د امپراطوریو د ماتو زیری ورکاوه.

ماته زما استاد چې هغه هم د هغو کسانوله ډلې څخه دی چې د دې صلیبي جګړې په مقابل کې یې لومړني ګامونه پورته کړي دي کیسه کوله چې کله چې امریکایانو وطن اشغال کړ او د کرزي موقته اداره جوړه شوه نو زمونږ ځینو ملګرو مولوي صاحبانو په پدې اړه په پټه سره یو ځای مجلس جوړ کړ چې څه کول په کار دي؟ آیا په غلي کښېناستلو به زموږ غاړه خلاصه شي؟ او دا چې په دې حالاتو کې موږ د دښمن په وړاندې څه کولی شو؟ په دې اړه مو نظریات سره شریک کړل او دلائل مو وویل، په پای کې د مجلس نتیجه دا شوه چې په غلي کښېناستلو مو غاړه نه خلاصیږي، او مخکې تر دې چې د اندلس او بخارا د مسلمانانو په څېر مو لاسونه وتړل شي باید د خلاصون لاره ولټوو، او د امت د نجات لپاره کار پیل کړو. دا چې په هغه وخت کې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو لپاره تيارۍ روانې وې او نوماندان په سیمه کې په کمپاینونو بوخت ول نو موږ هم دوه دوه ملګري ځينو کانديدانوته چې ځانونه یې يوڅه هوښيار او د سياسي فکر خاوندان ګڼل د دې لپاره ورواستول چې لدې کاره يې منعه کړو، او د هغه له بدو پایلو یې ووېروو.

زه هم د ملګرو د پلان مطابق له یو بل ملګري سره یوه کاندید ته ورغلم. د روژه ماتي او تراویحو له ادا کولو وروسته مو ورسره په یوازیتوب کې مجلس شروع کړ، کوښښ مو وکړ چې هغه ته دا قناعت ورکړو چې داخلک (صلیبان) زمونږ دښمنان دي، او له دوئ سره مقابله کول پکار دي، نه دا چې له دوئ سره د نظام په جوړولو کې مرسته وکړو.

ټوله شپه مو تر سهاره له هغه سره دلائل وویل، خو هغه نه يوازې دا چې قناعت یې ونه کړ بلکې د دې لپاره چې مونږ هم ووېروي دا خبره  يې راته وکړه چې: ملا صاحب! له امریکانو سره جنګ کول له غره سره سر جنګول دي او غر په سر نه ماتېږي! دا تاسې چې د څه کولو اراده لرئ دا هسې لیونتوب دی، ځانونه مه خرابوئ! او لدې کاره لاس واخلئ!

کله چې ده ته له قناعت ورکولو ناهیلی شوم نو دومره وعده مې ورنه واخیسته چې که له مونږ سره پر لاره نشې تللی نو زمونږ راز وساته، او دا مجلس مو مه افشا کوه، هغه هم د دې کار وعده راسره وکړه.

وختونه همداسې تېرېدل او دهېواد په ګوټ ګوټ کې د جهاد او مبارزې سنګرونه ګرمېدل، څو کاله وروسته چې ملا او طالب د سرونو په نذرانو صلیبان پر خپلې ماتې اعتراف ته اړ کړل، او  په هره سیمه کې د صلیبي عسکرو پوځي مرکزونه د استشهادیانو د درنو ګوزارونو او زغروال ټانګونه یې د مجاهدینو د بمي بریدونو ښکار شول، نو یوه ورځ هماغه سړی بيا راسره مخامخ شو او له مخامخ کېدو سره سم یې پداسې حال چې غوښتل یې د خپل د پخواني موقف د غلطوالي او زمونږ د موقف د سموالي اعتراف وکړي تر نورو خبرو مخکې راته  په خندا خندا په لوړ آواز وویل: (ملايانو! رښتيا چې غر مو په سر مات کړ).

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

هاشمی ته.
که چیری طالیبانو اتلس کاله پخوا له القاعده سره ارتباط قطع کړی وای بن لادن یی امریکا ته سپارلی وای ،نه امریکابه افغانستان ته راغلی وای،او نه به ملایانو سرونه له غره سره جنګول.نه به دا ولس تباه کیده،او نه به دومره اوږد جنګ وه،
اوس له له خلیلزاد سره دا موفقه امضا کوی.ولی یی اتلس کاله پخوا له القاعده سره پریکون ،او امریکا ته د افغانستان د خاوری څخه تاوان نه رسیدلو موفقه نه کوله؟
د امریکا هدف القاعده له منځ وړل وه،هدف یی تر لاسه کړ،نور دلته څه کوی؟