طالبانو له سیلاب‌ ځپلو سره د مرستې غږ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د هېواد په شمال کې د وروستیو خونړیو سیلابونو په اړه خپره کړې اعلامیه کې ليکلي، چې د سیمې طالبان او ټول هېوادوال دې د سیلاب ځپلو مرسته وکړي.

تېره ورځ په فاریاب، هرات او بادغیس کې سیلابونو د مالي زیان تر څنګ شل تنه مړه کړي دي.

د فاریاب په خواجه‌سبزپوش، دولت اباد، پښتون کوټ او شرین تګاب، د هرات په انجیل، ګذره، رباط‌سنګي، کشک کهنه او د بادغیس په قادس او جوند ولسوالیو کې د توند ورښت له امله خونړي سیلابونه راغلل.

طالبانو ویلي له زیانمن شویو سره په دې برخه کې «زموږ تجار هېوادوال، خیریه بنسټونه او بشري مؤسسې هم باید خپل مسئولیت اداکړي او له خلکو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.»

اعلامیه کې له زیانمن شویو سره د خواخوږۍ تر څنګ پر طالب سرتېرو د مرستې غږ شوی دی: «پر ټولو هیوادوالو په ځانګړي ډول یادو سیمو ته نیږدې مجاهدینو غږ کوي چې د خپلو ځپل شوو او زیانمنو شوو هیوادوالو لاس نیوي ته ور ودانګي، د ټپيانو د علاج او خلکو ته د سرپنا په برارولو کې مرسته وکړي.
»

تر دې وړاندې د کندهار په ارغنداب کې هم له سیلاب ځپلو مرستې ته طالبانو او حکومت دواړو ور ودانګل.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بشیر احمد همدرد
میلمه
بشیر احمد همدرد

دا یو ښه کار دی چه له سیلاب خپلو سره هر اړخیز کمک وشی! طالبانو په خپله اعلامیه کی ویلی دی چه پدی برخه کی باید خیره بنسټونه او بشری موسسی هم مرسته وکړی! تر کومه ځایه چه ټولو ته معلومه ده چه طالبان د وحشت او ویره په موسساتو او نورو ادرو کی خپره کړیده ده او همیش یی ددوی کارمندان هر وخت د طالبانو له خوا یرغمل شوی او وژل شوی دی او ندی یی پریښی چه موسسات بشری خدمتونو ته خلکو ته په ښه ډول ورسوی نو دا موسساتو په طالبانو ځرنګ باور وکړی چه ددوی تر… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

دا موسسات دی فقط بشری مرستی و خلکو ته ورسوی. د عیسویت تبلیغ دی نکوی، په سیاسی نزاکتونه دی مراعات کی، د محل د خلکو کلتور، دود او رواجونه دی مراعات کی. په دوی به څوک کار نلری. کله کله غله، محلی قومندانان، بی مسولیته وسله وال هم دخارجی موسساتو د کار مخنیوی کوی.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د طبیعی پېښو د قربانیانو مرګ د ستاینی او یادونی وړ مرګ دی حتی ویل کیږی چي د شهادت مرتبه لری. مهربان خدای دی زموږ دا سیل ځپلی وړونه او خویندی غرقِ رحمت وګرځوی. پدې ډول عمومی مصیبتونو کی د هر توانمند افغان او انسان وظیفه ده چي تر خپله وسه د خپلو مصیبت ځپلو وړونو مالی مرستی ته ور ودانګی خو د بده مرغه چي نن سبا موږ کوم داسی یو مطمئن تشکیلات نلرو چي د خلګو مرستی په چټکۍ او اطمنان تر نیازمندانو پوری ورسوی.زما اولادونه تیار دی چي د خپل توان په اندازه ددې غم ځپلو وطندارانو… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

غ. حضرت صاحب

ستاسو احساس د قدر وړ دی، خدای ﷻ دې ستاسو په شان خيرانديش خلک ډېر لري،،،، امين