د نړۍ لومړی «۱۰۰» میګا پېکسله کامره لرونکی ځیرک مبایل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۸ل): د چین مشهور شرکت لینوو په تېره یوه لسیزه کې بېلا بېل په زړه پورې ځیرک مبایلونه او لیپټاپونه وړاندې کړل چې په نړۍ کې ساری نه لري خو اوس یې د ۱۰۰ میګا پېکسله لرونکي مبایل وړاندې کولو ادعا کړې ده.

له دې وړاندې دوه نورو چینایي شرکتونو «شیاومي او هوواوې» د ۴۸ میګا پېکسله کامرو لرونکي ځیرک مبایلونه وړاندې کړي دي خو اوس د چین «لینوو» شرکت په خپل نوي ځيرک مبایل (زي سیکس پرو Z6 Pro) کې دغه څلی ۱۰۰ میګا پېکسلو ته لوړوي.

که څه هم تر دې دمه ددغې مبایل په اړه د «۱۲» جي بي ریم او د سنیپ ډراګون «۸۵۵» کوالوکوم پراسیسر پرته بشپړ معلومات نه دي په ډاګه شوي خو د لینوو شرکت مرستیال مشر په ټولنیزو رسنیو یوه کوچنۍ ویډیو خپره کړه چې موخه یې په چینایي ژبه د «۱۰۰ میګا پېکسل» خواته اشاره وه.

همدا ډول لینوو شرکت ویلي دي چې په یاد مبایل کې به د هایپر ویډیو او د سوپر کامرې موډ هم زیاتوي.

له دې وړاندې په فبروري میاشت کې د لینوو شرکت په پاریس په برسلونا کې د مبایلونو په یوه نندارتون کې د داسې ځیرک مبایل وړاندوینه کړې وه چې فایو جي سروس به هم ولري او په لومړي وار به سل میګا پېکسله کامره ولري.

د لینوو شرکت د سترو څیزونو وړاندې کولو ادعا کوي خو پایله یې د ادعا سره سمون نه خوري، له دې وړاندې یې د یوه مبایل په اړه وړاندوینه کړې وه چې له وړاندې کولو وروسته غلط ثابت شو، همدا ډول یې ادعا کړې وه چې د «۴۰۰۰» جي بي حافظې لرونکی مبایل وړاندې کوي، خو د مبایل دغه ادعا یې دروغ ثابت شوه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د