افغانستان

غني له سیاف او کرزي سره څه ویلي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): محمد اشرف غني نن په ارګ کې د تېر جهاد له یو مشر عبد رب الرسول سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

د ارګ د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، په دې ناسته کې عبدالله عبدالله، محمد کریم خلیلي او سرور دانش هم برخه‌وال و.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه هم لیکي، دا ناسته پر دې منظور شوې چې د سولې په برخه کې پاشلې هڅې منسجمې او له یوه دريځه وشي.

تېره ورځ داسې راپورونه هم خپاره شول چې محمد اشرف غني له قطري چارواکو هم غوښتي چې هلته د بین الافغاني ناستې مخه دې ونیسي؛ خو په ورته وخت کې حامد کرزی د هغه پلاوي په سر کې دی چې دې ناسته کې به ګډون کوي.

تر اوسه د حامد کرزي، عبد رب الرسول سیاف او عبدالله عبدالله د شریکي ناستې بشپړ جزییات نه دي په ډاګه شوې، خو غني وروسته له هغه دې څېرو ته مخ ور اړوي چې له امریکا سره يې اړیکي خړې ښکاري.

وړمه ورځ رویټرز داسې راپور ورکړ، چې له حمدالله محب وروسته امریکا پر اشرف غني هم خاورې اړوي، خو هغه د غوسې تر بریده وارخطا دی او هڅه کوي چې د سولې هڅې ټکنۍ کړي.

د سرچینې په وینا د سولې په روانه پروسه کې اشرف غني ځان خورا ګوښی احساسوي، چې له همدې امله يې غوسه را پارېدلې ده.

تر دې وړاندې ګڼو سیاسي څېرو په مسکو کې له طالبانو سره شریکه ناسته درلوده، چې د بهرنیانو پر وتلو او اسلامي نظام جوړونې يې ګډه يې اعلامیه هم خپره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x