افغانستان

«زلمی خلیلزاد کابل ته را روان دی»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): ځينې سرچینې وايي، د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته رارسېږي.

هغه چې د سولې پروسې په دوران کې پر یو بل سفر وتلی، لومړی برتانیا ته وخوځيد، نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه وروستیو څرګندونو کې ويلي، چې دې پروسه کې يې د ښځو د او ماشومانو د حقونو خوندیتوب ته هم پام کړی دی.

د هغه په وینا اروپايي ټولنه کې يې ښې لیدنې لرلې دي او د اتلس کلنو «لاسته راوړنو» د ساتنې اړوند يې هم یادونې کړې دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې مشره فدریکا موګریني هم هغه څوک ده، چې په اړه يې زلمي خلیلزاد مننه کړې چې د افغان ټاکنو اندېښنه ورسره ده.

هغه څو ورځې وړاندې کابل ته راغلي وه او یاده يې کړه چې د سولې پروسه کې د تضمین لپاره اروپايي ټولنه تیاره ده.

دا په داسې حال کې دی چې نن په ارګ کې محمد اشرف غني هم له عبدرب الرسول سیاف او حامد کرزي سره لیدلي دي، چې ظاهراً يې د ناستې هدف د سولې هڅې ښوودل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x