افغانستان

غزني؛ پر ښوونځي د هوان مرمۍ لګېدلو، څلور زده کوونکي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر ښوونځي د هوان مرمۍ د لګېدو له امله څلور تنه زده کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۷ نور ټپيان دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې مرمۍ د دولتي ځواکونو له لوري توغول شوې دي، چې نورې له ښوونځي لرې لګېدلې دي.

توغول شوې مرمۍ د ملا نوح بابا پر ښوونځي لګېدلې ده، خو تر اوسه ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو د سپرلۍ موټر هوايي برید کې په نښه کړل شو، چې له امله يې تر ۱۳ تنه ډېر ولسي وګړي ووژل شول.

ځايي اوسېدونکو د حکومت پر ضد لاریون وکړ، خو چارواکو لا هم د ملکي تلفاتو پر ضد کوم ګام نه دی پورته کړی.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې سړو سیمو کې د ښوونځیو له پیله یوازې اوونۍ تېرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx