smoking

هغه پلار چې سګريټ څکوي اولاد يې پيدايشي د زړه په ناروغۍ اخته کيږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۸ل): نویو څیړنو کشف کړې هغه مور او پلار چې په سګریټ څکولو روږدي وي کوچنیان یې د زړه په ناروغۍ اخته زیږیدلی شي.

د چین په یوه پوهنتون کې پوهانو د څیړنې له مخې د سګریټ څکونکي پلار او په ماشوم کې د پیدایښتي زړه ناروغۍ ګواښ زیاتیدلو ترمنځ اړیکه کشف کړې ده، چې په تېرو اوږدو کې د یو شمېر کوچنیانو د مړینې لامل هم شوی دی.

پوهان زیاتوي چې د سګریټ څکونکي پلار ماشومان د زړه ناروغۍ ښکار کیږي، په دوی کې د زړه جوړښت او د وینې لوی رګونه اغیزمن کیږي، او په پایله کې ماشوم د زړه په ناروغۍ پيدایشي اخته وي.

د ۱۹۷۱م نه تر ۲۰۱۸م کال پورې په چین او نورو هېوادونو کې ټولې ۱۲۵ څیړنې ترسره شوې، چې په پایله کې وموندل شوه هغه کوچنیان چې پلارونه یې د مور ترمخ سګریټ څکوي کوچنیان یې د مور په خيټه کې د زړه په ناروغۍ اخته کیږي چې وروسته پیدایشي د زړه ناروغ وي.

پوهان وایي چې د پلار سګريټ څکول د مور په خیټه کې پر ماشوم د منفي اغیز اصلي سرچینه ده، دوی زیاتوي چې دغه منفي اغیز پر مور دومره نه کیږي لکه څومره چې پر زیږیدونکي ماشوم کیږي.

له دې وړاندې نورو څیړنو ښودلې وه هر هغه پلار چې د کوچنیانو ترمخ سګریټو څکوي او هم د خپلو کوچنیانو سره بوخت وي، کوچنیان یې د زړه په ناروغۍ، سږو ناروغیو او په فالج ناروغۍ اخته کیدلای شي.

سګریټ څکول د بې شمېره ناروغیو او بېلا بېل سرطان رامنځته کولو لامل کیږي، سګریټ څکول د زړه، سږو، هاضمې سیستم، تشې بولې، معده، ځیګر او د خولې سرطان رامنځته کوي او هم ورسره د سړي عمر لنډیږي، پوهان وایي چې یو سګریټ څکول د انسان عمر اته دقیقې لنډوي، ځکه چې په دې کې له څلور زرو څخه زیات زیانمن مواد شتون لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د