افغانستان

روزګان: محاصره عسکرو وښو خوړو ته مخه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې لسګونه محاصره عسکر وايي، دفاع يې له وسه وتلې او د ځان ژوندي پاتې کېدو لپاره واښه خوري.

دې محاصره عسکرو یو تن قومندان شمشاد تلویزون ته ټلیفوني اړیکه کې ویلي، ټپيان يې د نورو تر مخ شېبه پر شېبه مرګ ته ور نږدې کېږي او مري، خو درملنه يې نه‌شي کولی.

د هغه په وینا د مړیو جسدونه هم همالته ورته پراته دي، خو نه يې د لېږد لپاره څوک شته او نه يې د مرستې غږ څوک اوري.

دا په داسې حال کې دی چې تېره چهارشنبه د فاریاب په شیرین تګاب کې هم محاصره عسکرو شمشاد تلویزون ته یوه ویډيو لېږلې وه، چې پکې يې د مرستې زارۍ کولې.

محاصره عسکرو وویل چې له درې نیمو میاشتو راهیسې له خپلو پوستو د باندې نه‌شي وتلی، خو چارواکي يې تلیفوني اړیکو ته ځواب نه وايي.

دوی هم ویلي و، ټپیان او مړي يې هم له څو ورځو وروسته سرې میاشتې ته سپارلي دي خو چارواکو يې غږ نه دی اورېدلی.

یو تن عسکر په دې ویډیو کې وايي: «داسې وظیفه څه کوم؟ معاش مې نه دی اخیستی، اولاد را تر غاړې دی.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

قوماندان اسد الله یا په بل عبارت محمد شفیق چیری دی هغه دکابل د جنګلک د فابریکی کلداری به ورته پرتی وي ولي د هغه څخه کومک نه ورکوئ دغه بیچارګانو ته — تف پر داسي والي توب او مشرتوب باندي —

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x