د حکومت شریکان

سیګار: له نړۍوالو مرستو پرته؛ حکومت نه‌شي پایېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): د سیګار راپور کاږي که له ګډ حکومت نه، نړۍوالې مرستې قطعه شي نو دا توان نه لري چې پر خپلو پښو یو سست مزل هم وکړای شي.

د دې ادارې مشر جان سوپکو واشنګټن کې د ستراتيژيکو او نړۍوالو مطالعاتو مرکز ته په خبرو کې د خپل برابر کړي راپور اړوند وویل په افغانستان کې د سولې په راتګ سره د هغې د دوام لپاره دومره لګښت ته اړتیا ده، چې نړۍوال يې په شریکه سره ورکولی شي.

هغه وویل وړاندې تر دې چې افغانستان کې د مرستې په نامه څه شوي، په وینا يې پر عبث کارونو لګېدلي دي او کومه پایله يې نه ده لرلې.

جان سوپکو زیاته کړې په سوله کې مهمه ده چې تر هغه وړاندې پالیسي جوړونکي فکر وکړي او د ښځو حقونو، د عسکرو برخلیک او نورو برخو ته پام وکړي.

د هغه په وینا که د شاوخوا ۳۰۰زره عسکرو معاشونه ور نه کړل شي، نو ښايي ګواښونه را پیدا کړل شي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم ویلي و، که نړۍوالې مرستې نه وي، نو حکومت يې شپږ میاشتې هم دوام نه‌شي کولی.

تر دې وړاندې طالبانو هم یادونه کړې چې دوی په خبرو اترو کې پر دې ټینګار کړی چې نړۍوال به له سولې وروسته افغانستان سره هم مرستو ته دوام ورکوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د