نړۍ

د سعودي او قطر پاچاهان یو د بل سره مخ کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): له هغه راهیسي چې د قطر او ګاونډیو هیوادونو په شمول د مصر اړیکې خرابي شوې، دا لومړی ځل دی چې د قطر امیر او سعودي پاچا په یوه غونډه کې سره یو ځای کیږي.

ټاکل شوې چې سبا د یکشنبې په ورځ په تونس هیواد کې د عربي هیوادونو سرمشریزه غونډه وشي چې د قطر له لوري په کښي ددغه هیواد امیر شیخ تمیم بن حمد ګډون کوي او د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز له مخکې تونس ته رسیدلی دی.

ددې تر مخه د خلیجي هیوادونو او عربي هیوادونو په سطحه غونډې شوي، خو دا لومړی ځل دی چې د د سعودي او قطر پاچاهان یو له بل سره مخ کیږي.

سعودي، امارات، بحرین او مصر هیواد په کال ۲۰۱۷ جون میاشتې پر ۵مه نیټه قطر هیواد د تروریزم په ملاتړ تورن کړ او وې ویل چې قطر هیواد یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د دیپلوماتیکو اړیکو پرېکون تر څنګ یې پر دغه هیواد هر اړخیز اقتصادي، سیاسي، تجارتي، ورزشي او کلتوري اړیکې پرې کړې.

که څه هم قطر هیواد توانیدلی چی د ګاونډیو هیوادونو د محاصرې څخه خپل اقتصاد وژغوري خو په دې وروستیو کې داسي راپورونه خپاره شوي چې د سعودي سره یې د اړیکو رغولو هڅه پیل کړې او د کویټ په واسطه یې د سعودي سره د اړیکو تبادله شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x