
خوست؛ پر ډېورنډ اغزن سیم د کورنۍ غړي سره بېل کړي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): د خوست اوسېدونکي وايي پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزني سیم تېرول تر دې ولایته رسېدلي او په ځينو سیمو کې يې ان د يوې کورنۍ غړي سره جلا کړي دي.
طلوعنیوز د ځايي همکار له خولې وايي، د خوست له مرکز یوازې دېرش کیلومتره لرې، ګربزو ولسوالۍ په بادشاه خان کلی نیم پاکستان نیولی او نیم دې خواته پاتې شوی دی.
د نورمحمد په نوم یو تن وايي چې شاوخوا پنځوس کورنۍ تر اغزن تار هغې خواته پاتې شوې دي، چې اوس دې خواته پروت کلی چې د خوست له مرکزه ایله ۳۰ کیلومتره لرې دی، یوازې د څلوېښتو شاخوا کورنۍ لري.
نیازولي یو بل تن دی، هغه وايي چې د پلار يې شپږ وروڼه و، خو اغزن سیم درې د کرښې هغې خواته او درې دې خوا پاتې کړي دي.
د پاکستان له لوري پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم تېرول وروسته له هغه پيل شول، چې ګډ حکومت ورسره د «SOP» تړون لاسلیک کړ.
د حکومت اوسني چارواکي فاروق وردګ تر اوسنۍ چوکۍ وړاندې په یوه تلویزوني بحث کې وویل، چې ډېورنډ د حکومت له لوري په رسمیت پېژندل شوی او دا خاوره پر اویا میلیونه ډالر خرڅه شوې ده.
که څه هم حکومت په دې وروستیو کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې افغان سفیر له اسلام باد نه کابل ته راوغوښت، خو پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار او پوستو جوړولو اړوند تر اوسه چوپه خوله پاتې شوی دی.